مقالات

مقاله:ښځه او د بیان ازادي

د انسان د لومړیو حقوقو یو هم د بیان ازادي ده. یعنې انسان کولی شي د خپل حق د غوښتلو لپاره غږ وچت کړي. د یو ناوړه عمل د مخنیوي لپاره نیوکه وکړي او د یوې پریکړې کولو پر وخت خپل نظر ورکړي. په دې سره انسان په ټولنه کې د ځان شتون احساسوي او دا نړۍ خپله ګڼي.

زمونږ نیمه ټولنه ښځه جوړوي؛ او چې کله د یوې ټولنې نیمه برخه فلج شي نو هغه یوه ناقصه ټولنه بلل کیږي. ښځه غږ نه شي کولای چې ولې نرواکي دومره اوج ته رسیدلې چې ښځه په کې د خپل غږ وچتولو اختیار هم نه لري؟ تردې چې خپلې خوښې پوښاک، ژوند او د زده کړو غوښتنه هم نه شي کولی.

د طالبانو په راتګ سره د ننګرهار، لغمان، کنړ او د نورستان ډیری ښځینه فعالانو، ښځینه ژورنالېستانو او تردې چې د دولتي ادارو ښځینه کارکونکو په ټولنیزو رسنیو کې خپل هویت پټ، نومونه بدل او فعالیتونه وځنډول. که کومه ميرمنه چې لیکل هم کوي یا رسنیو ته راپور ورکوي له ډیرو خنډونو سره مخ دي. کورنۍ یې تهدیدیږي، په ټولنه کې ورپورې بد نومونه تړل کیږي،سرچينې(عامه خلک د نارينه او ښځينه و په ګډون او چارواکي) په آسانۍ نه حاضرېږي چې د راپور لپاره معلومات ورکړي او يا مرکه وکړي آن که يوه ټولنېزه موضوع هم وي.
په طالباني نظام کې د لاريون کوونکو ښځو وضعيت چې اوښکې بهونکې ګاز پرې استعمال شو،تهديدې،زنداني او ووهل شوې ټولو ته معلوم دى.

په ټولیزو رسنیو کې ښځینه ژورنالیستانې د خپل ژوند پر مخ بیولو لپاره د خپل مسلک پرمټ یو څه اندازه معاش اخلي او د ټولنې غږ د نړۍ تر غوږونو رسوي؛ پر هغوي فشارونه راوړل شول، مخ ته یې تور ماسکونه (چې د تور تم نښه ده )واچول شول. ځینې خو یې اړ شوې چې وطن پریږدي او جلا وطن شي.
دا اودې ته ورته پېښو نورو ښځو باندې هم اغېزې وکړې چې نن په ختيځ زون کې د ښځو يو دردوونکې چوپتيا خپره ده.

د افغانو ښځو پر غږ اوچتولو بندیزونه نړۍ والو هم حس کړې او د بښنې نړۍ وال سازمان د ښځو پر وضعیت اندیښنه ښودلې او د افغانستان ښځینه یې د تدریجې مرګ سره مخ بللي. په تېره اوونۍ کې د ننګرهار په سرخورد ولسوالۍ کې انعکاس تلویزون پخوانۍ ښځینه خبریاله سلګۍ احساس تهدیدونو وروسته پر لار درول شوې؛ پر کنداغونو وهل شوې وه چې د کلي خلکو نیژدې روغتون ته رسولې وه. د هغې پر وینا « پر لاره د ډزو پر زور ودرولم، په کنداغونو یې وهلم او مبایل یې راڅخه یوړ». نوموړې وایي چې اوس له یو ډول رواني تکلیف سره مخ ده ځکه په مبایل کې یې شخصي معلومات وو؛ چې د طالبانو لاس ته ورغلي.

په مشرقي ولایتونو کې تقریباً ټولې انځوریزې رسنۍ تړل شوي، ښځینه خبریالانې بې دندې شوي. په دوي کې ځینو یې هڅه وکړه چې د نورو رسنیو سره کار پیل کړي خو اجازه نه ده ورکړل شوې. مریم(مستعار) وایي په ننګرهار کې د یوې نړۍ والې رسنۍ خبریاله وه، چې اوس په کورنیو رسنیو کې له دې امله د کار اجازه نه لري چې هغه وخت یې د طالبانو د فکر خلاف راپورونه جوړ کړي. هغې ویل« ما د افغان ښځو غږ وچت کړی و، مشکلات مې د نړۍ تر نورو ښځو رسول ؛ما کوم جرم نه دی کړی».

کارپوهان وایي که طالبان خپا دریځ ته دوام ورکړي د پرمختللې نړۍ میرمنې ممکن له خپلو حکومتونو وغواړي چې د افغانستان په اړه سخته پالیسي غوره کړي چې دا به بیا د افغانانو ژوند تریخ کړي. بندیزونه به لا ډیر شي او د ښځو غږ به دا ځل د لوږې دلاسه ټپ او د دایم لپاره غلی شي.

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا