مقاله:ښځه او د بیان ازادی
مقاله:ښځه او د بیان ازادی

د انسان د لومړیو حقوقو یو هم د بیان ازادی ده. یعنې انسان کولی شی د خپل حق د غوښتلو لپاره غږ وچت کړی. د یو ناوړه عمل د مخنیوی لپاره نیوکه وکړی او د یوې پریکړې کولو پر وخت خپل نظر ورکړی. په دې سره انسان په ټولنه کې د ځان شتون احساسوی او […]

د انسان د لومړیو حقوقو یو هم د بیان ازادی ده. یعنې انسان کولی شی د خپل حق د غوښتلو لپاره غږ وچت کړی. د یو ناوړه عمل د مخنیوی لپاره نیوکه وکړی او د یوې پریکړې کولو پر وخت خپل نظر ورکړی. په دې سره انسان په ټولنه کې د ځان شتون احساسوی او دا نړۍ خپله ګڼی.

زمونږ نیمه ټولنه ښځه جوړوی؛ او چې کله د یوې ټولنې نیمه برخه فلج شی نو هغه یوه ناقصه ټولنه بلل کیږی. ښځه غږ نه شی کولای چې ولې نرواکی دومره اوج ته رسیدلې چې ښځه په کې د خپل غږ وچتولو اختیار هم نه لری؟ تردې چې خپلې خوښې پوښاک، ژوند او د زده کړو غوښتنه هم نه شی کولی.

د طالبانو په راتګ سره د ننګرهار، لغمان، کنړ او د نورستان ډیری ښځینه فعالانو، ښځینه ژورنالېستانو او تردې چې د دولتی ادارو ښځینه کارکونکو په ټولنیزو رسنیو کې خپل هویت پټ، نومونه بدل او فعالیتونه وځنډول. که کومه میرمنه چې لیکل هم کوی یا رسنیو ته راپور ورکوی له ډیرو خنډونو سره مخ دی. کورنۍ یې تهدیدیږی، په ټولنه کې ورپورې بد نومونه تړل کیږی،سرچینې(عامه خلک د نارینه او ښځینه و په ګډون او چارواکی) په آسانۍ نه حاضرېږی چې د راپور لپاره معلومات ورکړی او یا مرکه وکړی آن که یوه ټولنېزه موضوع هم وی.
په طالبانی نظام کې د لاریون کوونکو ښځو وضعیت چې اوښکې بهونکې ګاز پرې استعمال شو،تهدیدې،زندانی او ووهل شوې ټولو ته معلوم دى.

په ټولیزو رسنیو کې ښځینه ژورنالیستانې د خپل ژوند پر مخ بیولو لپاره د خپل مسلک پرمټ یو څه اندازه معاش اخلی او د ټولنې غږ د نړۍ تر غوږونو رسوی؛ پر هغوی فشارونه راوړل شول، مخ ته یې تور ماسکونه (چې د تور تم نښه ده )واچول شول. ځینې خو یې اړ شوې چې وطن پریږدی او جلا وطن شی.
دا اودې ته ورته پېښو نورو ښځو باندې هم اغېزې وکړې چې نن په ختیځ زون کې د ښځو یو دردوونکې چوپتیا خپره ده.

د افغانو ښځو پر غږ اوچتولو بندیزونه نړۍ والو هم حس کړې او د بښنې نړۍ وال سازمان د ښځو پر وضعیت اندیښنه ښودلې او د افغانستان ښځینه یې د تدریجې مرګ سره مخ بللی. په تېره اوونۍ کې د ننګرهار په سرخورد ولسوالۍ کې انعکاس تلویزون پخوانۍ ښځینه خبریاله سلګۍ احساس تهدیدونو وروسته پر لار درول شوې؛ پر کنداغونو وهل شوې وه چې د کلی خلکو نیژدې روغتون ته رسولې وه. د هغې پر وینا « پر لاره د ډزو پر زور ودرولم، په کنداغونو یې وهلم او مبایل یې راڅخه یوړ». نوموړې وایی چې اوس له یو ډول روانی تکلیف سره مخ ده ځکه په مبایل کې یې شخصی معلومات وو؛ چې د طالبانو لاس ته ورغلی.

په مشرقی ولایتونو کې تقریباً ټولې انځوریزې رسنۍ تړل شوی، ښځینه خبریالانې بې دندې شوی. په دوی کې ځینو یې هڅه وکړه چې د نورو رسنیو سره کار پیل کړی خو اجازه نه ده ورکړل شوې. مریم(مستعار) وایی په ننګرهار کې د یوې نړۍ والې رسنۍ خبریاله وه، چې اوس په کورنیو رسنیو کې له دې امله د کار اجازه نه لری چې هغه وخت یې د طالبانو د فکر خلاف راپورونه جوړ کړی. هغې ویل« ما د افغان ښځو غږ وچت کړی و، مشکلات مې د نړۍ تر نورو ښځو رسول ؛ما کوم جرم نه دی کړی».

کارپوهان وایی که طالبان خپا دریځ ته دوام ورکړی د پرمختللې نړۍ میرمنې ممکن له خپلو حکومتونو وغواړی چې د افغانستان په اړه سخته پالیسی غوره کړی چې دا به بیا د افغانانو ژوند تریخ کړی. بندیزونه به لا ډیر شی او د ښځو غږ به دا ځل د لوږې دلاسه ټپ او د دایم لپاره غلی شی.