ننګرهار: په لرو پرتو ولسوالیو کې خلک د اقتصادی ستونزو له امله د کم عمره لوڼو ودونه کوی
ننګرهار: په لرو پرتو ولسوالیو کې خلک د اقتصادی ستونزو له امله د کم عمره لوڼو ودونه کوی

په ننګرهار کې خلک د کاروبار د خرابیدو او مالی ستونزو د زیاتیدو له امله په کور ناستې کوچنۍ لوڼې په نکاح ورکوی چې په بدل کې یې په اخیستل شوی ولور خپل ژوند پرمخ وړی. د لعلپورې ولسوالۍ اوسیدونکی چې خپل نوم یې نه ښوده خبرګذاری زنان ته ویلی چې هغه خپله وړه لور […]

په ننګرهار کې خلک د کاروبار د خرابیدو او مالی ستونزو د زیاتیدو له امله په کور ناستې کوچنۍ لوڼې په نکاح ورکوی چې په بدل کې یې په اخیستل شوی ولور خپل ژوند پرمخ وړی.

د لعلپورې ولسوالۍ اوسیدونکی چې خپل نوم یې نه ښوده خبرګذاری زنان ته ویلی چې هغه خپله وړه لور ځکه په نکاح ورکړې چې د کور د غړو تعداد یې کم شی. هغه ویل” که نور څه نه وی د خسر کور کې خو به په مړه خیټه ډوډۍ وخوری ، د هغې له ولور یو څو افغانۍ راپاتې دی کور به پرې روان ساتو“.

نوموړی ویل چې یو وخت یې په تورخم ښارګوتی کې لاس ګاډۍ چلوله چې اوس یې کار خراب شوی دی. د کور مصرف نشی پوره کولی.

د تېر یوکال راهیسې د افغانستان د نورو ولایتونو په څیر ننګرهار کې هم د بیکارۍ له امله خلک ستونزو سره لاس او ګریوان دی چې د خلاصی لپاره یې بیلابیلې لارې کاروی. خو د کم عمره لوڼو په نکاح ورکول د مجبوریت د اخری حد څرګندونه کوی.