افغانستان و جهان

ننګرهار: کانکور ازموینه کې د ښځینه محصلینو شمیر څرګند نه دی

نن پنجشنبه د میزان څلوارلسمه په ننګرهار پوهنتون کې د کانکور ازموینه پیل شوه چې درې ورځې به دوام وکړي. د مسوولینو په وینا چې سږ کال د ګډونوالو شمیر ۹ زره او دوه سوه شل تنه دی.

د ننګرهار پوهنتون ریس پوهاند خلیل احمدبهسودوال په وینا چې د ننګرهار پوهنتون په دیارلسو پوهنځیو کې سږ کال د ۵ زره او درې سوه محصلینو د جذب ظرفیت لري.

د خبري ګذاري زنان د نماینده د سوال په ځواب کې چې څومره انجونې ګډونوالې لرو؟ مسوولینو ویل چې هیڅوک حق نه لري چې د انجونو شمیر، وخت او هغوي سره مرکه وکړي.

یوې باوري سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ویل چې انجونې به د ورځې په نیمایي برخه کې امتحان ته حاضرې شي.

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا