افغانستان و جهان

په لغمان کې دموټر چپه کېدو له امله شپږ تنه ټپيان شوي

د لغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ په چاناک سيمه کې د يو پلنکوچ موټر اوختو له امله شپږ تنه ټپيان شوي.

په لغمان کې د ترافيکو مدير حبيب الله مبارز وايي پېښه نن سهار ٧بجې د اليشنګ ولسوالۍ اړوند چاناک سيمه کې رامنځته شوې چې د يوې کوچنۍ ماشومې په ګډون پکې شپږ تنه ژوبل شوي.

هغه وايي ټپيان د لغمان ولايت، ولايتي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي چې د دريو تنو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوى.

د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې ترافيکي پېښو کې زياتوالى راغلى چې لاملونه يې د سړکونو خرابولى او د موټر چلوونکو بې احتياطي ښودل شوې.

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا