زیر پوست شهر

په هلمند کې بېوزله پلار خپلې لور پلورنې ته مجبور شوى

د ناروغواولادونوناچاره پلار چې د هلمند ولايت اوسېدونكى دى د خپلې لور پلورلو ته مجبور شوى.
نوموړي په ټولنيزو رسنيو کې د يو اعلان په خپرولو خپله شپږ کلنه لور د پلور لپاره وړاندې کړې.
دا بېوزله پلار حفيظ الله نوميږي چې د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسيدونكى دى.
هغه وايي” دوه اولادونه چې يومې زوى او بله لور ده دواړه د وينې د سرطان په ناروغۍ اخته دي. زه يې د درملنې توان نه لرم.
ډاکتران وايي که غواړې ماشومان دې ژوندي پاتې شي نو هره مياشت بايد ورته وينه بدله کړې.”
هغه زياتوي چې “زه يو مزدورکار يم چې په کرايي کور کې ژوند کوم هره مياشت (10,000)افغانۍ د کور کرايه ورکوم چې په ډېره سختۍ د کور کرايه پوره کوم،اوس ډاکتران وايي چې په مياشت کې بايد هريو ماشوم ته وينه واخلې چې د هريو لپاره وينه په لس زره افغانيو ترلاسه کېداى شي چې زه يې د اخيستلو توان نه لرم،او نه داسې څوك شته چې اولادونو ته مې وينه ورکړي.”

نوموړى وايي څو ځله د هلمند ولايتي ادارې ته لاړم ترڅو مرسته ترلاسه کړم خو هروار راته ويل کېده چې عريضې بندي دي.نه اسلامي امارت او نه خيريه بنسټونو راسره مرسته کړې.
د هغه په وينا يو شخص ورته څوشېبې وړاندې زنګ وهلى او د 20,000افغانيو مرستې وعده يې ورسره کړې او ورڅخه يې غوښتنه کړې چې خپل لور ونه پلوري. خو مرسته يې لا ترلاسه کړې نه ده.
حفيظ الله داسلامي امارت او بډايه هيوادوالو غوښتنه وکړه چې مرسته ورسره وکړي.
هغه وايي هيڅوك نه غواړي چې خپل اولاد وپلوري خو چې مجبوره نشي که چېري راسره مرسته وشي ترڅو د خپلو اولادونو درملنه وکړم نو هيڅکله به خپل لور ونه پلورم.

د روان کال په فبرورۍ کې
د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړی عمومي پلټونکې ادارې(SIGAR) په يو ټويټ کې ويلي چې (نا امیدي او لوږه د دې لامل شوي چې ځینې افغان کورنۍ خپل ماشومان وپلوري ترڅو د کورنۍ پاتې غړو ته د ډوډۍ ورکولو لپاره کافي پیسې ترلاسه کړي.)
همداراز په ټويټ کې راغلي و چې(د ملګروملتونو چارواكي انديښمن دي چې داسې پيښې په ټول هيواد(افغانستان) کې پيښېږي،په ځانګړې توګه کم عمره نجونې د ودونو او ماشومانو د کار لپاره کارول کېږي.)
دا يوازې حفيظ الله نه دى چې د بېوزلۍ له امله خپلې لور پلورلو ته مجبور شوى؛
لدې څخه وړاندې په خوست،باغيس،غور او نورو ولايتونوڅخه ځينو رسنيو د افغان کورنيو لخوادخپلو کم عمره لورګانود پلورلو ګڼ شمېر پيښې راپور کړې وې.
کورنيو د خپلو اولادونو د پلورلو عمده لامل لوږه او بې وزلي ياده کړې وه.

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا