په هلمند کې بېوزله پلار خپلې لور پلورنې ته مجبور شوى
په هلمند کې بېوزله پلار خپلې لور پلورنې ته مجبور شوى

د ناروغواولادونوناچاره پلار چې د هلمند ولایت اوسېدونکى دى د خپلې لور پلورلو ته مجبور شوى. نوموړی په ټولنیزو رسنیو کې د یو اعلان په خپرولو خپله شپږ کلنه لور د پلور لپاره وړاندې کړې. دا بېوزله پلار حفیظ الله نومیږی چې د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسیدونکى دى. هغه وایی” دوه اولادونه چې یومې زوى […]

د ناروغواولادونوناچاره پلار چې د هلمند ولایت اوسېدونکى دى د خپلې لور پلورلو ته مجبور شوى.
نوموړی په ټولنیزو رسنیو کې د یو اعلان په خپرولو خپله شپږ کلنه لور د پلور لپاره وړاندې کړې.
دا بېوزله پلار حفیظ الله نومیږی چې د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسیدونکى دى.
هغه وایی” دوه اولادونه چې یومې زوى او بله لور ده دواړه د وینې د سرطان په ناروغۍ اخته دی. زه یې د درملنې توان نه لرم.
ډاکتران وایی که غواړې ماشومان دې ژوندی پاتې شی نو هره میاشت باید ورته وینه بدله کړې.”
هغه زیاتوی چې “زه یو مزدورکار یم چې په کرایی کور کې ژوند کوم هره میاشت (۱۰,۰۰۰)افغانۍ د کور کرایه ورکوم چې په ډېره سختۍ د کور کرایه پوره کوم،اوس ډاکتران وایی چې په میاشت کې باید هریو ماشوم ته وینه واخلې چې د هریو لپاره وینه په لس زره افغانیو ترلاسه کېداى شی چې زه یې د اخیستلو توان نه لرم،او نه داسې څوک شته چې اولادونو ته مې وینه ورکړی.”

نوموړى وایی څو ځله د هلمند ولایتی ادارې ته لاړم ترڅو مرسته ترلاسه کړم خو هروار راته ویل کېده چې عریضې بندی دی.نه اسلامی امارت او نه خیریه بنسټونو راسره مرسته کړې.
د هغه په وینا یو شخص ورته څوشېبې وړاندې زنګ وهلى او د ۲۰,۰۰۰افغانیو مرستې وعده یې ورسره کړې او ورڅخه یې غوښتنه کړې چې خپل لور ونه پلوری. خو مرسته یې لا ترلاسه کړې نه ده.
حفیظ الله داسلامی امارت او بډایه هیوادوالو غوښتنه وکړه چې مرسته ورسره وکړی.
هغه وایی هیڅوک نه غواړی چې خپل اولاد وپلوری خو چې مجبوره نشی که چېری راسره مرسته وشی ترڅو د خپلو اولادونو درملنه وکړم نو هیڅکله به خپل لور ونه پلورم.

د روان کال په فبرورۍ کې
د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړی عمومی پلټونکې ادارې(SIGAR) په یو ټویټ کې ویلی چې (نا امیدی او لوږه د دې لامل شوی چې ځینې افغان کورنۍ خپل ماشومان وپلوری ترڅو د کورنۍ پاتې غړو ته د ډوډۍ ورکولو لپاره کافی پیسې ترلاسه کړی.)
همداراز په ټویټ کې راغلی و چې(د ملګروملتونو چارواکی اندیښمن دی چې داسې پیښې په ټول هیواد(افغانستان) کې پیښېږی،په ځانګړې توګه کم عمره نجونې د ودونو او ماشومانو د کار لپاره کارول کېږی.)
دا یوازې حفیظ الله نه دى چې د بېوزلۍ له امله خپلې لور پلورلو ته مجبور شوى؛
لدې څخه وړاندې په خوست،باغیس،غور او نورو ولایتونوڅخه ځینو رسنیو د افغان کورنیو لخوادخپلو کم عمره لورګانود پلورلو ګڼ شمېر پیښې راپور کړې وې.
کورنیو د خپلو اولادونو د پلورلو عمده لامل لوږه او بې وزلی یاده کړې وه.