افغانستان و جهان

په کندهار ولايت مقام کې دننه چـ.ـاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې

په داسې حال کې چې نن په کندهار کې طالبانو لويه غونډه رابللې ده، خو دغلته بېګاه ناوخته د لویو چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

تر اوسه د چـ.ـاودنو د نوعیت په اړه معلومات نشته، خو د لومړنيو راپورونو پر اساس، پکې د يادې غونډې تر څلوېښتو مهم مشران وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

طالبان هڅه کوي د نننۍ غونډې د اغېز ساتلو لپاره چـ.ـاودنو راپورونه پټ کړي، خو ځايي خبريالان وايي، د مهمې غونډې پر مهال پر لوړ پوړو مېلمنو دې چـ.ـاودنو ټول وېرولي او امنيتي تدابير خورا زيات سخت شوي دي.

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا