افغانستان و جهان

په کندهار کې یوه پلار خپل درې زامن په چاقو وژلي دي

په کندهار کې سرچينې وايي، چې د دې ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې يوه سړي خپل درې زامن په چاقو وژلي او مړي يې ښخ کړي دي.

یوه سرچینه وايي، دغه کس نقیب الله نومېږي او د شنبې په شپه (د میزان لسمه) یې خپل درې زامن وژلي دي.

د سرچينې په وينا، دغه سړى د طالبانو له خوا نيول شوى دى.

نقيب الله طالبانو ته وويل، چې د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله يې خپل درې ماشومان وژلي دي. د دغه سړي لومړی ماشوم دیارلس کاله، دویم ماشوم نهه کلن او دریم ماشوم شپږ کلن و. د دغو ماشومانو جسدونه له ځمکې را ایستل شوي او نن (سه شنبه د میزان ۱۲مه) به خاورو ته وسپارل شي.

سرچينې د سيمه ييزو طالب چارواکو له خولې ويلي: “د دغو ماشومانو پلار نقيب الله دى او موږ يې نيولى او ترې وپوښتل چې ولې يې زامن وژلي، هغه راته وويل چې اقتصادي ستونزې لري او خلکو ورته وويل چې زامن يې خيرات ټولوي.” د خلکو خبرو هغه اړ کړ او ماشومان یې ووژل.

په همدې حال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بې وزلي او لوږه خپره شوه چې د بهرنیو مرستو او مالي بندیزونو د پرې کېدو لامل شو.

ځینې ​​کورنۍ د بې وزلۍ له امله اړ دي چې خپل ماشومان وپلوري.

خبرگزاری زنان افغانستان

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا