ارزګان کې په لومړی ځل د ۴ جی خدمتونه فعال شول
ارزګان کې په لومړی ځل د ۴ جی خدمتونه فعال شول

ارزګان چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې خلک د انټرنیټی خدمتونو څخه بې برخې ول، تازه په کې د یوې خصوصی مخابراتی شبکې له خوا د ۴ جی خدمتونه فعال شوی دی. د ارزګان د طالبانو ولایت مقام ویاند قاری محمود مدثر وایی، تر ډېرو کوښښونو وروسته دوی توانیدلی چې مخابراتی شبکې اړ کړی […]

ارزګان چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې خلک د انټرنیټی خدمتونو څخه بې برخې ول، تازه په کې د یوې خصوصی مخابراتی شبکې له خوا د ۴ جی خدمتونه فعال شوی دی.

د ارزګان د طالبانو ولایت مقام ویاند قاری محمود مدثر وایی، تر ډېرو کوښښونو وروسته دوی توانیدلی چې مخابراتی شبکې اړ کړی چې په ترینکوټ کې د ۴ جی خدمتونه فعاله کړی.

هغه وایی د مخابراتی شبکو سره په خبرو بوخت دی، ترڅو د مخابراتی شبکو دغه خدمتونه تر ولسوالیو هم وغځوی.

هغه وایی په دغه ولایت کې خلک د انترنیټ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ ول او په شخصی نیټکیفی کې به یې له انترنیټ څخه استفاده کوله.

په ارزګان کې د افغان بیسیم مخابراتی شبکې مسوول هم وایی چې دوی په ترینکوټ کې د انترنیټ خدمتونه فعال کړی دی.

د دغې شبکې یو تن مسوول فضل قوی الیاس وایی، د دوی خدمتونه د لینک له لارې دی او په ښه ډول کار کوی.

هغه وایی د اوس لپاره ولسوالیو ته یادو خدمتونو د غځولو پلان نه لری.

په ورته مهال د ارزګان خلک بیا د انټرنیټی خدمتونو د فعاله کیدو څخه زیات خوشحاله دی اوغوښتنه کوی چې د نوی فعاله شوی انترنیټی خدمتونو کیفیت او سرعت دې ښه شی.

خلک وایی، له تیرو څو کلونو راهیسی یې د انترنیټ په نه شتون کې د زیاتو ستونزو سره مخ وو او په خبره یې چې په لوړ قیمت به یې په نیټ کیفی کې انترنیټ کارولی.

ارزګان چې د هېواد په جنوب کې پروت ولایت دی، خلک یې له ډیرو اسانتیاوو څخه بې برخې دی.

په دغه ولایت کې د ښوونې روزنې، روغتیایی او زیاتو نورو برخو کې خلک د ستونزو سره لاس او ګریوان دی.