اوچا: د ښځو پر حقونو محدودیتونه د پرمختګ بهیر ورو کوی
اوچا: د ښځو پر حقونو محدودیتونه د پرمختګ بهیر ورو کوی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی، په ژوند او ټولنه کې د ښځو پر ونډې محدودیتونه په هېواد کې د پرمختګ بهیر ورو کوی. نن (دوشنبه، د حوت ۱۵) د ملګرو ملتونو د بشری مرستو همغږی کوونکی یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له خوا […]

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی، په ژوند او ټولنه کې د ښځو پر ونډې محدودیتونه په هېواد کې د پرمختګ بهیر ورو کوی.

نن (دوشنبه، د حوت ۱۵) د ملګرو ملتونو د بشری مرستو همغږی کوونکی یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه غندلی دی.

اوچا وویل چې دا بندیزونه د بشری سازمانونو وړتیا کموی چې د هیواد ۵٠٪ نفوس په نښه کړی.

اوچا ټینګار وکړ چې د دغو بندیزونو له امله د کورنیو ښځو تر ټولو زیات اقتصادی زیانونه اوړی.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د دې محدودیتونو په لګولو سره د ښځو د عاید کچه راټیټه شوې او په هېواد کې ډېری کورنۍ له اقتصادی ننګونو سره مخ شوې دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو شاوخوا درې میاشتې وړاندې د یوه فرمان له لارې په کورنیو او بهرنیو غیر دولتی ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د طالبانو دغه اقدام له سختو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو. خو طالبانو له دغو غبرګونونو سره سره پر دغه ناوړه عمل ټینګار وکړ.

پر دې سربېره د ماشومانو د ژغورنې سازمان، د ناروې د کډوالو شورا او د اترین خیریه موسسې په ګډون یو شمېر مرستندویه موسسو په افغانستان کې تر هغه وخته پورې خپلې مرستې بندې کړې چې طالبانو د ښځو پر کار کولو بندیز لرې کړی و.

یو شمیر نورو بشری بنسټونو هم په هیواد کې خپل فعالیتونه ۸۰ سلنه کم کړی دی.

له دې سره سره د چارو کارپوهان په دې باور دی چې د بشری مرستو کمېدل به په هېواد کې د خوراکی توکو ناامنی زیاته کړی او کورنی تاوتریخوالی په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی به هم زیات شی.

خبرگزاری زنان افغان