جمهوریت څنګه او چا سقوط کړ؟
جمهوریت څنګه او چا سقوط کړ؟

لیکونکې: فاطمه صمیمی په سیاست کې زیاتره وخت هره پېښه څنګه چې ښکاری هغسې نه وی. یعنې هره پېښه ظاهراً څنګه چې ښکاری ۱۸۰درجې د اصلی ډول سره فرق کوی پر همدې اساس په افغانستان کې د جمهوریت سقوط که څه هم ډېرى خلک فکر کوی په ناڅاپی توګه شوى دى خو اصلاً داسې نه […]

لیکونکې: فاطمه صمیمی

په سیاست کې زیاتره وخت هره پېښه څنګه چې ښکاری هغسې نه وی.
یعنې هره پېښه ظاهراً څنګه چې ښکاری ۱۸۰درجې د اصلی ډول سره فرق کوی پر همدې اساس په افغانستان کې د جمهوریت سقوط که څه هم ډېرى خلک فکر کوی په ناڅاپی توګه شوى دى خو اصلاً داسې نه ده؛ بلکې د جمهوریت په تدریجی ډول سقوط شوى چې د اګست پنځلسمه د سقوط اوج و.غواړم ځینی د ځینو لاملونو څخه یې په لنډو ټکو کې یادونه وکړم:
۱-د شل کلن جمهوریت د جوړېدو پرمهال طالبان چې د افغانستان تبعه وه له پامه وغورځول شول.د طالبانو سره سوله نه کول او او په حکومت کې ځاى نه ورکول ددې سبب شو چې د جنګ لپاره تومنه وساتل شی.
۲-واک د څو کسانو سره لاس کې و.
۳-پراخه هر اړخیزه فساد.
۴- د بهرنیو مرستو نه کنترول.
۵-د اردو سیاسی کېدنه.
۶-بې کفایتی.د چارواکو ځان غوښتنه.
۷-تعصبی چلند.
۸-د ولس او حکومت ترمنځ واټن زیاتېدنه.
۹-د ګاونډیومغرضانه لاس وهنې.
۱۰-د بهرنیو ځواکونو لخوا ړندې بمبارۍ.
۱۱-د په قطر کې د طالبانو او امریکا پټ تړون(خبرې اترې).
۱۲- د جمهوری نظام پرضدرسنیزه پروپاګندا.
۱۳-د سولې د خبرو انحصار.
۱۴-د سولې پروسه په پروژې اوښتل.
۱۵-د خلیل زاد په لاس جوړشوى د امریکا پلان پلی کیدل.
پورته هغه لاملونه و چې افغانستان کې د جمهوری نظام سقوط وکړ او حکومت طالبانو ته په لاس ورغى، اوسمهال طالبانو د هغو افغانانو د توقع خلاف کړنې شروع کړی چې ولس ورځ تربلې ترې متنفر کېږی.
ویل کیږی ولس دایمی وی او حکومتونه موقتی، له بلې خوا ولسونه دی چې حکومتونه منځته راوړی اوبدلوی؛ نو که طالبانو غواړی په سمه توګه حکومت وکړی،داسې حکومت چې ولسی مشروعیت ولری نو ورته لازمه چې لاندې کړنې ترسره کړی:
۱-د بشری حقونو ته احترام او ورڅخه ساتنه کول.
۲-عمومی عفوې ته دعمل جامه واغوستل(که څه هم دوى ادعا کوی چې د پخوانی حکومت نظامیانو،خبریالانو او نورو کارکوونکواوسنۍ وژنې،شکنجې،ځورونې اوبې ګناه زندانی کول دوى نه کوی بلکې د دوى مخالفین یې ترسره کوی ترڅو د دوى نوم بد کړی او یا هم ددوی په وینا د شخصی دښمنیو له کبله بشری قوانین نقض کېږی نو دوى خود عالی حکومت،فساد د محوې او د عمری عدالت د ټینګښت او پلی کولو ادعا کوی نو بیا ولې ددوى په حکومت کې د نوموړو جرایمو مخنیوى او مجرمین یې په سزا نه رسېږی؟
۲-ټول ګډونه حکومت جوړول.
۳-د رسمیت پېژنې لپاره د نړیوالې ټولنې شرایط په پام کې نیول.
۴-د ولسی مشروعیت لپاره د لویې جرګې رابلل چې د هر قشر استازی پکې موجود وی.
۵-د ۱۳۸۳هـ ش کال اساسی قانون د ځینو مادو په تعدیلولو سره نافذول.
۶-منظمه اردو جوړول.
۷-د مخالفینو سره د سولې لار خپلول(داعش،شمال ټلواله)
۸-د ښځو ته د کار،زده کړې او تحصیل،سیاسی مشارکت حق ورکول.
۹-د ګاونډیو،سیمې او نړۍ هیوادونو سره متوازنې دوستانه روابط چې بنسټ یې ملی ګټی وی.
که چیرې طالبان بشری حقونو ته احترام او دفاع یې ونه کړې، ټول ګډونه حکومت جوړ نه کړی، ولسی مشروعیت به لاسته رانه وړی که مشروعیت یې ترلاسه نه کړ نو ددوى حکومت به په رسمیت ونه پېژندل شی.
په رسمیت نه پېژندنه به هیواد د داخلی جګړو،وژنو،قتلونو میدان وګرځوی،لوږه،فقر او مهاجرتونه به ډېر شی او د افغانستان به د سیمې او نړۍ په یو نه ښه کېدونکی ناسور بدل شی چې فریاد به یې ټوله نړۍ په عذاب کړی.