خبریالان:اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسى محدود شوى
خبریالان:اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسى محدود شوى

د ختیځ زون ښځینه خبریالانې وایی اطلاعاتو ته یې لاسرسى محدود شوى. مروه(مستعارنوم) چې اوس مهال د یوې خصوصی رسنۍ سره کارکوی وایی “اوس وخت کې د خبریالانو ترټولو ستره ستونزه اطلاعاتو ته کم لاسرسى دى له بله پلوه محدودیتونه پر رسنیو وضع شوی دی چې د خبریالانو لپاره ډېره ستونزمنه تمامېږی،اوسنی وخت کې خبریالانو […]

د ختیځ زون ښځینه خبریالانې وایی اطلاعاتو ته یې لاسرسى محدود شوى.
مروه(مستعارنوم) چې اوس مهال د یوې خصوصی رسنۍ سره کارکوی وایی “اوس وخت کې د خبریالانو ترټولو ستره ستونزه اطلاعاتو ته کم لاسرسى دى له بله پلوه محدودیتونه پر رسنیو وضع شوی دی چې د خبریالانو لپاره ډېره ستونزمنه تمامېږی،اوسنی وخت کې خبریالانو ته پکار ده چې د خپل ژوند او خپل ځان غم وکړی،ځکه ډېرى خبریالان وهل شوی دی،ټکول شوی،ګواښل شوی حتا وژل شوی چې تراوسه یې عاملین معلوم شوی ندی،نیول شوی ندی،نو مهمه داده چې خپل ځان وساتی او خپل د ژوند په غم کې واوسی، د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو مو غوښتنه داده چې د بیان ازادۍ او اسلامی امارت څخه مو غوښتنه داده چې د خبریالانو ملاتړ وکړی ځکه نه یوازې د یوې ټولنې لپاره بلکه د یو نظام لپاره او د هغه بقا لپاره د بیان آزادۍ لپاره مهم دى ،هیله لرم چې په هیواد کې د بیان آزادی دوامداره شتون ولری”

په ننګرهار کې یوه بله خبریاله وایی چې خبریالان د اطلاعات ومحدویت سره مخ دی اوس وخت کې خبریالانو ته د پیښو په هکله معلومات نه ورکول کېږی،زیاتره وخت یې خپرونې سانسور کېږی،همدارز هغوى باندې فشار راوړل کېږی چې د اسلامی امارت په خوښه په بحثونو کې ترې پوښتنې وشی دادې لامل ګرځی چې خبریالان ونشی کړاى خپواکه برنامه مخ ته یوسی،د جمهوریت پرمهال به خبریالانو په مهمو موضوعاتو چې د دولت نیمګړتیا به پکې سپړل کېده،یا به داسې موضوع وه چې د ولس له سترګو پټه وه څېړنیزریپوټونه یې پرې جوړول اوس پرې خبریالان کار نشی کولاى،د رسنیو بحثونه او خبری خپرونې سانسور ښکاریږی.
هغه وایی اسلامی امارت د یوې سختدریځه ډلې په توګه د بیان د آزادۍ سره تضاد لری،هغوى د رسنیو سره عقده لری دوى په دې آند دی چې ګوندی خبریالان د پردیو په لمسون برنامې مخ ته وړی،هغوى د رسنیو رول په اصلی معنا ندى پېژندلى او لدې څخه ناخبره دی.
هغه وایی خبریالانو ته پکار ده چې له داسې تخنیکونو څخه کار واخلی ترڅو دوى هم وساتل شی او حقایق خلکو ته ورسوی،کله چې کله چې ورسره زور زیاتى کېږی نه دی پټوی بلکه د نورو خبریالانو د خوندیتوب او ورته د اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره دا خبر تر نړیوالو او نړیوالو رسنیو ورسوی ترڅو نړیوال د خبریالانو له وضعیت خبر شی،او پر اسلامی امارت فشار راوړل شی چې شته محدودیتونو،د خبریالانو پروړاندې چې کوم مشکلات دی ورته د پاى ټکى کېښودل شی.
هغې په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو وغوښتل چې اسلامی امارت سره کېنی،هغوى ته دې قناعت ورکړی ترڅو د خبریالانو سره شته تاوتریخوالى،دوى ته اطلاعات نه ورکولو ته د حل لار وګوری او خپل ولایتی ویاندویانو ته د رسنیوپرول پوهېدنې په موخه روزنه ورکړی”
له بله پلوه نن د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د مطبوعاتو د آزادۍ ورځې په هکله اعلامیه خپره کړې چې پکې د خبریالانو ستونزو یادونه کړې.
یاده اعلامیه کې راځی چې اوس په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادۍ ورځ داسې مهال رارسېږی چې ټول رسنیز جوړښتونه زیانمن شوی،زرګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکو دندې له لاسه ورکړی،له تاوتریخوالی،فشار او محدودیت سره مخ دی او سلګونه رسنۍ هم د ناوړه اقتصادی وضعیت او کاری چاپیریال نه موجودیت له کبله تړل شوی دی.
د اعلامیې په ټکو په تېرو اتو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی نږدې یونیم سل پیښې ثبت شوی او څه باندې درې سوه رسنۍ تړل شوې.
د اعلامیې په پاى کې نوموړی فدارسیون له نړیوالو بنسټونو او اسلامی امارت څخه غوښتی چې د خبریالانو او مطبوعاتو د ملاتړ لپاره د حقوقی جوړښتونو د بیا فعالولو په برخه کې اغېزناک ګامونه پورته کړی.
د یادونې وړ ده چې هرکال د مى دریمه د مطبوعاتو د آزادۍ ورځې په مناسبت په ټوله نړۍ کې خبریالانو ته د درناوی،د رسنیوخپلواکۍ څخه د دفاع او د مطبوعاتو د آزادۍ ارزونه په موخه نمانځل کېږی.