د افغانستان ختیځ کې لاهم انجونې د ښوونځیو بندې دروازې څاری
د افغانستان ختیځ کې لاهم انجونې د ښوونځیو بندې دروازې څاری

د سنبلې پنځلم په ګرمسیرو ولایتونو کې د ښوونځیو د پیلیدو نیټه ده. خو د انجونو د شپږم صنف پورته د تګ هیڅ درک لا هم نه شته. هغه لاسونه چې کلونه د قلم سره عادت وو؛ کال وشو بې قلمه شوی دی. د طالبانو لوړ پوړی چارواکی هم په خپلو کې په یوه خوله […]

د سنبلې پنځلم په ګرمسیرو ولایتونو کې د ښوونځیو د پیلیدو نیټه ده. خو د انجونو د شپږم صنف پورته د تګ هیڅ درک لا هم نه شته. هغه لاسونه چې کلونه د
قلم سره عادت وو؛ کال وشو بې قلمه شوی دی.

د طالبانو لوړ پوړی چارواکی هم په خپلو کې په یوه خوله نه دی؛ ډیری یې لا هم نه پوهیږی چې انجونې یې ولې له ښوونځیو راګرځولی دی. ذبیح الله مجاهد وایی که یې په توان برابره وی؛ سبا یې د انجونو ښوونځی خلاصول.

د ننګرهار الایی لیسې زدکوونکې صدرا وایی چې بې برخلیکه ژوند کوی او هیڅ نه پوهیږی چې راتلونکی یې څنګه دی. هغې خبرګذاری زنان ته ویل« په یوه تیاره کې روان یوو، معلومه نه ده چې چیرته ځو. خدای ته وګورئ زمونږ ښوونځی پرانیزئ«.

د کنړ د چپې درې اوسیدونکی سید روښان وایی چې د لورګانو د زده کړو لپاره ننګرهار ته راکډه شوی؛ خو دا ارمان لکه چې بشپړ نشی. هغه له طالبانو غواړی چې د نړۍ سره د سیالۍ لپاره باید انجونو ته د زده کړې زمینه برابره کړی. نوموړی په خپلو خبرو کې ویل« که حجاب بهانه کوی نو دا خو مونږ پرې له خپله کوره هم عملی کړی دی او که نصاب بهانه کوی ړو بیا یې په هلکانو هم بند کړئ».

د ننګرهار پوهنې ریاست په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه او یوازې په دې جواب کړو چې دا د لوړ پوړو چارواکو پریکړه ده.