د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون: طالبان دې نیول شوی فرهنګی او مدنی فعالان ژر تر ژره خوشی کړی
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون: طالبان دې نیول شوی فرهنګی او مدنی فعالان ژر تر ژره خوشی کړی

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون چې په بهر کې فعالیت کوی له طالبانو غوښتی چې نیول شوی فرهنګی او مدنی فعالان دې ژر تر ژره خوشی کړی. دغه کمیسیون پرون په یوه بیان کې د بخښنې نړیوال سازمان د وروستی رپوټ هر کلی کړی. د بخښنې نړیوالې ټولنې تېره اونۍ په خپل کالنی […]

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون چې په بهر کې فعالیت کوی له طالبانو غوښتی چې نیول شوی فرهنګی او مدنی فعالان دې ژر تر ژره خوشی کړی.

دغه کمیسیون پرون په یوه بیان کې د بخښنې نړیوال سازمان د وروستی رپوټ هر کلی کړی.

د بخښنې نړیوالې ټولنې تېره اونۍ په خپل کالنی رپوټ کې ویلی وو د طالبانو کړنو افغانستان کې د ویرې فضا حاکمه کړې ده.

دې لړ کې دې ټولنې د ښځو پر حقونو او د رسنیو او وینا پر آزادۍ بندیزونه، د هغو بنسټونو له منځه تګ یا بیخی محدودېدل چې د بشری حقونو ملاتړ کوی، د سوله‌ییزو لاریونوالو نیونې، ربړول او ورکول، د طالبانو د مخالفینو ناقانونه نیونې، ربړونې، وژنې او بیا له هر ډول قضایی تعقیب خوندیتوب، پر بشری حقونو د تېری بېلګې یادې کړې وې.

د افغانستان د بشری حقونو کمیسیون بیان زیاتوی چې یاد رپوټ داسې مهال خپرېږی چې یو شمېر فعالان د طالبانو بند کې دی.

په بیان کې د نجونو د زدکړې د فعال مطیع الله ویسا چې تازه د طالبانو له خوا نیول شوی، ذکریا اصولی، رسول پارسی، نرګس سادات، موسی شاهین مرتضی بهبودی او محمد حسینی یادونه شوې ده.

یاد کمیسیون وایی دا فعالان له کوم جرم پرته طالبانو نیولی او له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دی.

کمیسیون له طالبانو غوښتی هغه کسان دې ژر تر ژره خوشې کړی چې د کلتوری او مدنی فعالیتونو له امله نیول شوی دی.

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون پر نړیوالې ټولنې او د بشری حقونو پر بنسټونو هم غږ کړی چې افغانستان کې د بشری حقونو د خوندی کولو لپاره پر طالبانو لا نور او د پام وړ فشار راوړی او په افغانستان کې پر بشری حقونو د ښکاره تېری مخه ونیسی.

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د طالبانو له واکمنۍ څو میاشتې وروسته تیر کال په بهر کې په فعالیت پیل وکړ او په ډاګه یې کړه چې له سیاسی موخو پرته افغانستان کې د بشری حقونو خوندی کول غواړی.

طالبان د نیولو شویو کسانو په اړه ډېر څه نه وایی په تېره هغه چې د امنیت ادارې له خوا نیول شوی دی. خو د نجونو د زدکړې د فعال مطیع الله ویسا په اړه یې ویلی چې هغه د شک وړ فعالیتونه لرل.

مطیع الله ویسا د قلم لار ټولنې مشر دی او له نږدې پنځلس کلونو راهیسې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ماشومانو او په ځانګړې توګه دنجونو د زدکړې لپاره فعالیت کوی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#