خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د طالبانو له خوا په نوی تعلیمی کال کې د نجونو د ښوونځیو د دروازو د تړلو په غبرګون کې دغه پریکړه ظالمانه او د شرم وړ بللې ده. دغه کمېسیون د “حمل په ٧مه” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې له ملی […]
خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د طالبانو له خوا په نوی تعلیمی کال کې د نجونو د ښوونځیو د دروازو د تړلو په غبرګون کې دغه پریکړه ظالمانه او د شرم وړ بللې ده.
دغه کمېسیون د “حمل په ٧مه” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې له ملی او نړیوالو هڅو سره سره طالبانو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې په میلیونونو ماشومان او تنکی ځوانان په خپلو کورونو کې بندیان کړی دی.
د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د طالبانو دغه چلند د ټولو بشری حقونو د ارزښتونو خلاف او د افغانانو له ټولنیزو او کلتوری دودونو سره په ټکر کې بللی او په کلکه یې غندلی دی.
د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې، د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون په ګډون د نړیوالو اعلامیو او کنوانسیونونو پر بنسټ د پوهنې حق د بشری حقونو یو بنسټیز حق ګڼل کېږی، چې شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی.
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون له نړیوالې ټولنې غوښتی چې د طالبانو د ظالمانه او شرمناکو پرېکړو پر وړاندې ودرېږی او د افغان ولس د دغه نه جبرانېدونکې حق په تحقق کې له دوی سره یو ځای شی.
د دغه کمېسیون په اعلامیه کې په کابل کې د یو شمېر لاریون کوونکو مېرمنو د نیولو یادونه هم شوې او له طالبانو غوښتل شوی، چې نیول شوی لاریون کوونکی ژر تر ژره او په غیر مشروط ډول خوشې کړی.
خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#