په کندهار ولایت په مرکز عینومینه ښارګوټی کې نامعلومو وسله والو لخوا د پخوانی حکومت یو سرتېری په ډزو وژلی دی. یوې باوری ځایی سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی نن سه شنبه د “حوت ٩مه” خبری گزاری زنان افغان ته وویل، چې دغه پخوانى سرتېرى عبدالمطلب نومېږی او تېره یکشنبه یې […]
په کندهار ولایت په مرکز عینومینه ښارګوټی کې نامعلومو وسله والو لخوا د پخوانی حکومت یو سرتېری په ډزو وژلی دی.
یوې باوری ځایی سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی نن سه شنبه د “حوت ٩مه” خبری گزاری زنان افغان ته وویل، چې دغه پخوانى سرتېرى عبدالمطلب نومېږی او تېره یکشنبه یې د کور مخې ته موندل شوى دى.
د سرچینې په وینا، عبدالمطلب د لغمان ولایت اصلی اوسېدونکى و او له څو کلونو راهیسې په عینو مېنه کې اوسېده. نوموړی د کندهار په ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې د ملی اردو د لوا د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
د کندهار امنیتی چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو یو نیم کال کې د پخوانی حکومت په سلګونو عسکر نیول شوی، بندیان شوی، شکنجه شوی او وژل شوی دی.
خبرگزاری زنان افغان