د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه بیړنۍ غونډه کوی
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه بیړنۍ غونډه کوی

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په افغانستان کې د ښځینه پر وضعیت باندی د ژر تر ژره پریکړو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا اعلان کړی چې د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه بیړنۍ غونډه […]

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په افغانستان کې د ښځینه پر وضعیت باندی د ژر تر ژره پریکړو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا اعلان کړی چې د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه بیړنۍ غونډه وکړی.

دغې ادارې په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی چې ټاکل شوې دغه بیړنۍ غونډه په پنځو نورو ورځو کې د جمعې په ورځ د جولای له لومړۍ نیټې سره برابره شی.

د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د بشری حقونو په اړه د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه به د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت تمرکز وکړی. په دې اړه څه نه دی ویل شوی چې په کومو مسایلو به خبرې وشی او کومې پریکړې به وشی.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا پنځوسمه غونډه دا مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت بحث کوی.

له نږدې یو کال راهیسې چې طالبانو د هېواد واک نیولی، افغان مېرمنې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ دی او له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لری.