د ملګرو ملتونو په سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز په تړاو د اسلامی همکاریو سازمان اندېښنه
د ملګرو ملتونو په سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز په تړاو د اسلامی همکاریو سازمان اندېښنه

خبرگزاری زنان افغان: د اسلامی همکاریو سازمان سرمنشی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز په غبرګون کې ویلی، چې دغه پرېکړه نه یوازې په افغان مېرمنو ناوړه اغېزې لری؛ بلکې په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو په ترسره کولو به هم اغیزې […]

خبرگزاری زنان افغان: د اسلامی همکاریو سازمان سرمنشی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز په غبرګون کې ویلی، چې دغه پرېکړه نه یوازې په افغان مېرمنو ناوړه اغېزې لری؛ بلکې په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو په ترسره کولو به هم اغیزې ولری.

د اسلامی همکاریو سازمان تېره ورځ د دغه سازمان د عمومی منشی حسین ابراهیم طه په حواله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو پر وروستۍ پرېکړې اندېښنه څرګنده کړه. هغه ویلی، چې د طالبانو دغه ډول محدودیتونه به د غیردولتی موسسو پر چارو ډېره ناوړه اغېزه وکړی.

نوموړی له طالبانو غوښتی چې پر دې پرېکړې له سره غور وکړی او د نارینه او ښځو په ګډون ټولو افغانانو ته اجازه ورکړی چې د خپل هېواد په بیارغونه کې برخه واخلی.

دې سره جوخت د افغانستان لپاره د جرمنی سفارت هم په یوه ټوېټ کې ویلی چې دا پرېکړه د ښځو له حقونو یوه بله جدی سرغړونه ده او د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کوی. په دې ټویټ کې په افغانستان کې د بشری مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه حیاتی بلل شوې ده.

د ویلو ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سازمانونو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز لګولو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه په کور دننه او بهر له توندو نیوکو او اندېښنو سره مخ شوې ده.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#