افغانستان و جهان

د نجونو د تړليو ښوونځيو په اړه

د همغږۍ جرګې اعلاميه
۱۴۰۱/۵/۲۰
کابو يو کال وړاندې اسلامي امارت د واک واګي ترلاسه کړل او لومړنی کار يې چې وکړ، له هر ډول موجه دليل پرته يې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې او د ښځو پر وړاندې د کار دروازې وتړلې. ولس صبر او حوصله وکړه، چې ښايي ځينې ستونزې به وي او حل به شي، خو مياشتې تيرې شوې او ښوونځي همداسې تړلي پاتې شول. بيا ولس د سوله ييزو غونډو، رسنيو او خواله رسنيو له لارې او همداراز له چارواکو سره په کتنو کې خپلې مشروع غوښتنې مطرح کړې. د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ديني عالمانو پر نر او ښځه د تعليم پر فرضيت ټينګار وکړ، اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې هم د ښوونځيو د پرانيستو کلکه غوښتنه وکړه، تر دې چې د ښوونځيو پرانيستلو ته د رسميت پېژندنې د يوه شرط په توګه قايل شول، خو ښوونځي لاهم تړلي دي. ځينې هېوادوال چې ناهيلي شول، د خپلو بچيانو د تعليم لپاره يې وطن پرېښود او اړ شول چې له دارالاسلام څخه دارالکفر ته هجرت وکړي(!!!) او هغوی چې د وتلو توان نه لري، د خدای هيلې او د امر ثانې هيلې ته ناست دي.
که څه هم په ښوونځيو کې له پخوا څخه نجونې او هلکان بېل وو او نجونو خپل اسلامي حجاب رعايت کولو، خو بیا د يوې نوې طرحې خبره راپورته شوه، هغه طرحه چې په يو کال کې جوړه نه شوه او همداسې پسې ورکه شوه؛ بيا د موضوع لپاره يوه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه، خو کمېټه له پرېکړو سره پسې غيب شوه؛ بيا ويل کېدل چې د دينې عالمانو په شورا کې به موضوع حل شي، خو د معلوماتو له مخې چې هلته هم د موضوع په راپورته کولو بنديز ولګېد. تازه خبرې دا دي، چې د پوهنې وزير وايي چې د ښوونځيو پر وړاندې فرهنګي حساسيتونه شته او مرستيال يې بيا وايي چې په نصاب کې بدلون راولو.
لومړی به راشو، فرهنګي حساسيتونو ته. په تېرو شلو کلونو کې موږ په خپل هېواد کې داسې څوک ونه ليدل چې حساسيت وښيي او د ښوونځيو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي، حال دا چې نن له ديني عالمانو نيولې تر عام ولس پورې ټول خلک د ښوونځيو د تړلو پر وړاندې حساسيت ښيي او خپل غږ پورته کوي، خو دا حساسيت او دا غږونه چا ته په سترګو او غوږو نه ورځي. دا به ښه خبره نه وي، چې موږ له تحقيق پرته د خپل ولس په اړه د پرديو خبرې تکرار کړو.
دويمه خبره په نصاب کې د بدلون ده. که په نصاب کې له اسلامي اړخه ستونزه وي، نو دا ستونزه خو د هلکانو لپاره هم مطرح ده؛ بله دا چې که کوم بدلون دې راوستلو، دا يو کال دې څه کول؟ درېيم دا چې که د پخلي او ماشوم روزنې په څېر کوم مضمون پکې زياتوې، چې هر کله تيار شوې بيا يې پکې زيات يې کړه، د ديني علومو، رياضي، کيميا او فزيک په تدريس کې څه ستونزه ده چې مخه دې نيولې؟
خبره دا ده، چې که هره ستونزه وای پدې يو کال کې حل کېدای شوه، خو اصلا د ښوونځيو د پرانيستو اراده نشته او هره ورځ نوې پلمې دي چې مطرح کېږي. نور د حوصلې، صبر، مشورو او سپارښتنو ټولې لارې وازمويل شوې، خو هېڅ نتيجه يې ورنکړه او امر ثاني لا هم يرغمل دی. موږ د وروستي ځل لپاره له اسلامي امارت څخه غوښتننه کوو، چې د ولس مشروع انساني، اسلامي او ملي غوښتنو ته غاړه کېږدي او نور دې د وطن د بچيانو پر برخليک لوبې نه کوي. زموږ هيله دا ده، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ د لومړۍ کاليزې په مناسبت د ښوونځيو پرانيستل اعلان شي. د يو تعليمي کال ضياع، چې په حقيقت کې دوه کاله کېږي، د ملي ګټو او اساسي حقونو له مخې نه د توجيه وړ ده او نه هم د بښلو وړ ده. که تر دې وروسته بيا هم ښوونځي تړلي پاتې کېږي، نو افغان ولس بله لار نه لري، مګر دا چې د خپلو بچيانو د برخليک او په لويه کې د هېواد د ملي ګټو لپا ره اعتراضونو او لاريونو ته مخه کړي، چې پدې حالت کې به د هر ډول عواقبو پړه د حکومت د مشرتابه پر غاړه وي.
موږ خبرداری ورکوو، چې په لوی لاس د ولس او حکومت تر منځ واټن مه جوړوئ او اختلاف ته لمن مه وهئ. همدا اوس افغانستان نورې ډېرې جدي ستونزې لري، چې بايد توجه ورته وشي. موږ د افغانستان ګټې په ثبات او د يوه عادل او مسئول نظام په ټينګولو کې ګورو. دا به ډېره د خواشينۍ خبره وي، چې د ولس انرژي او توان د هېواد د ودانۍ پر ځای د داسې حقونو لپاره ضايع شي، چې د ټولې نړۍ په کچه د خلکو مسلم حقونه او د دولتونو لومړيتوبونه ګڼل کېږي.
و ما علينا الالبلاغ
د بېلابېلو ټولنو، بنسټونو، سازمانانو او شوراګانو
د همغږۍ جرګه

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا