د کابل ـ ننګرهار پر لویه لار په ترافیکی پیښه کې څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کابل ـ ننګرهار پر لویه لار په ترافیکی پیښه کې څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

یاده پیښه نن د سنبلې ویشتمه د لغمان ولایت عزیز خان کڅ سیمه کې د دریو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې چې په کې درې کسان مړه او یو ژوبل دی. د لغمان د ترافیکو مدیر مبارز پیښه تایدوی او وایی چې مړی او ژوبل یې د لغمان عامې روغتیا روغتون ته انتقال […]

یاده پیښه نن د سنبلې ویشتمه د لغمان ولایت عزیز خان کڅ سیمه کې د دریو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې چې په کې درې کسان مړه او یو ژوبل دی.

د لغمان د ترافیکو مدیر مبارز پیښه تایدوی او وایی چې مړی او ژوبل یې د لغمان عامې روغتیا روغتون ته انتقال کړی دی. نوموړی رسنیو ته ویل چې د پیښې لامل د موټر چلوونکو تېر رفتار او بې غوری ده.

دکابل-ننګرهار لویه لار یوطرفه ده چې ډیرۍ وختونه ترې د ترافیکی پیښو راپورونه ورکول کیږی. طالبان وایی چې پر دې لار یې د ورځې له مخې د لویو بار وړونکو موټرو تګ راتګ بند کړی دی چې د پیښو مخنیوی وشی.