د کجکی برېښنا د کندهار او لښکرګاه سره وصل سوه
د کجکی برېښنا د کندهار او لښکرګاه سره وصل سوه

یوه اوونۍ وړاندی په کجکی کی عمومی ټرانسفرمر چی کندهار او لښکرګاه ته برېښنا ورکوی تخنیکی ستونزه پیدا کړل، چی وروسته تخنیکی ټیمونو کار ورباندی وکړ او یوه اندازه تجهیزات ئې د بهرنی هیواد څخه ورته راوړل، ځکه نو د یاد ټرانسفرمر ترمیم څو ورځی وخت ونیوئ. خراب سوی ټرانسفرمر د سه شنبې په ماښام […]

یوه اوونۍ وړاندی په کجکی کی عمومی ټرانسفرمر چی کندهار او لښکرګاه ته برېښنا ورکوی تخنیکی ستونزه پیدا کړل، چی وروسته تخنیکی ټیمونو کار ورباندی وکړ او یوه اندازه تجهیزات ئې د بهرنی هیواد څخه ورته راوړل، ځکه نو د یاد ټرانسفرمر ترمیم څو ورځی وخت ونیوئ.


خراب سوی ټرانسفرمر د سه شنبې په ماښام ۷:۰۰ بجې ترمیم سو، چی وروسته د کندهار او لښکرګاه سره برېښنا وصل سوه.


د یادی ستونزی په جریان کی د کندهار او هلمند برېښنا تخنیکی ټیمونو د کندهار څخه تر کجکی او لښکرګاه ښارونو پوری د غځېدلی ۱۱۰KV لین په مسیر کی د یاد لین هغه پایې، انسلېټرونه، براکیټونه او لینونه هم اصلاح کړل، چی زیات تخریب سوی وه او د زیاتو پارچاویو سبب کېدل.