د کندهار امر بالمعروف ریاست سر له ننه د بې حجابه ښځو پر وړاندې د حجاب د تطبیق کمپاین پیل کړ
د کندهار امر بالمعروف ریاست سر له ننه د بې حجابه ښځو پر وړاندې د حجاب د تطبیق کمپاین پیل کړ

دې ریاست مسول شېخ عبدالرحمان طیبی وایی، د حجاب د یاد کمپاین کی به ډېر ملایان برخه واخلی او لویه برخه به یې پر توصیې ولاړه وی. هغه وویل که د دوی دا ډول هدایت و نه منل سو نو بیا به د بې حجابه ښځینو د کور نارینه یې محکمې ته معرفی کېږی تر […]

دې ریاست مسول شېخ عبدالرحمان طیبی وایی، د حجاب د یاد کمپاین کی به ډېر ملایان برخه واخلی او لویه برخه به یې پر توصیې ولاړه وی.

هغه وویل که د دوی دا ډول هدایت و نه منل سو نو بیا به د بې حجابه ښځینو د کور نارینه یې محکمې ته معرفی کېږی تر څو خپل په ښځو حجاب تطبیق کړی.

هغه په ټینګار سره ویلی، چې د حجاب له مراعت څخه هدف دا نه دی چې د ښځینو حقوقونه یې ورڅخه اخیستل شوی، بلکی د اسلام په چوکاټ کې لا هغوئ ته حقوقو او عزت ورکول کېږی.

د‌هغه په وینا که بې حجابه ښځی په بازار کی ولیدل سوې، نو په کله به یې مخنیوی وکړی.

د کندهار ښځینه اوسېدونکی وایې، دا ډول چاری به د دوی ژوند له مشکلاتو څخه ډک کړی.

شازیه چې اوس د‌ پوهنتون محصله ده وایې، طالبان غواړی چې په زوره په موږ حجاب وکړی.

شازیه وویل « که زموږ د کور نارینه زموږ پر ځای محکمه شی نو دا خو معلومه خبره ده چې هغه به موږ له درس او وظیفی څخه راګرځوی، طالبان باید خپل دغه پریکړه بیرته واخلی»

او تر هغه مخکې یې د ښځو لپاره د “ستر” نوی لارښود اعلان کړی و چې له مخې یې ښځې اړ دی چې په عامه ځایونو کې له سر تر پښو پټې وی او نقاب یې پر مخ وی. په دغه لارښود کې همدا راز ویل شوی وو چې که کومه مېرمن له دې امره سرغړونه کوی نو ولی یا د کور مشر ته به یې سزا ورکوی.

په فرمان کې ښځو ته سپارښتنه شوې وه چې تر اړتیا پرته دې له کوره نه وځی.

پر ښځو او نجونو د طالبانو دغه محدودیتونه په افغانستان کې دننه او بهر غندل شوی او د طالبانو حکومت یې له نیوکو سره مخ کړی چې ځینې د دوی دغه لارښود اسلامی اصولو سره په ټکر کې بولی.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې دا دول کمپاین د هېواد په نورو برخو کې هم عملی شوی دی.