د کندهار مرستیال والی سویل لوېدیځه حوزه کی د جینوا کال موسسې له مسئول سره وکتل
د کندهار مرستیال والی سویل لوېدیځه حوزه کی د جینوا کال موسسې له مسئول سره وکتل

د سه شنبې په ورځ سهار ولایت مقام کی د کندهار مرستیال والی الحاج مولوی حیات‌الله مبارک په خپل کاری دفتر کښی سویل لوېدیځه حوزه کی د جینوال کال موسسې له مسئول عبدالروف وفا سره وکتل.   د لیدنی په پیل کی عبدالروف وفا لومړی مرستیال والی ته د جینوال کال موسسې په اړه بشپړ […]

د سه شنبې په ورځ سهار ولایت مقام کی د کندهار مرستیال والی الحاج مولوی حیات‌الله مبارک په خپل کاری دفتر کښی سویل لوېدیځه حوزه کی د جینوال کال موسسې له مسئول عبدالروف وفا سره وکتل.

 

د لیدنی په پیل کی عبدالروف وفا لومړی مرستیال والی ته د جینوال کال موسسې په اړه بشپړ معلومات وړاندی کړل، چی په خبره یې جینوا کال موسسې په افغانستان کی د ۲۰۱۷م کال څخه خپل کارونه پیل کړی، چی د نړیوال بشرپال قانون په رڼا کی د روغتیایی کارکوونکو، ځایونو او تجهیزاتو د ساتنی ترڅنګ د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو په برخه کی د افغانستان ترڅنګ د نړۍ په ۱۷ هیوادونو کی سمینارونه او کنفرانسونه دایروی، چی بیا د ورکشاپونو او کنفرانسو په ترڅ کی لیکل سوی نظریې له مسئولینو سره شریکوی.

 

ښاغلی وفا زیاته کړه، کندهار کی یې ادارې د روغتیا، ښوونیزو او روزنیزو پراګرمونو په برخه کی ګڼ شمېر پروګرامونه ترسره کړی او خلګو ته یې پوهاوی ورکړی او ډاډ یې وړاندی کړ، چی نظامیانو ته ښوونیز او روزنیز سمینارونه، ښوونکو ته د وړتیا لوړولو سمینارونه او روغتیایی خدماتو په برخه کی به د دوی خدمات راتلونکی کی هم دوام ولری.

 

وروسته د کندهار مرستیال والی الحاج مولوی حیات‌الله مبارک لومړی سویل لوېدیځه حوزه کی د جینوا کال راغلی مسئول ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یې مننه وکړه، چی ورسره د همږغۍ زیاتولو په موخه ګوری او زیاته یې کړه، په ټولو داخلی او نړیوالو موسسو کی افغان کارکوونکی باید خپل نړیوال مسئولین او د موسسو مشران زیاتو مرستو او خدماتو ترسره کولو ته راوبولی او د بشپړ امنیت ترڅنګ د ا،ا،ا له لوری د هرډول همکاریو ډاډ ورته وړاندی کړی.

 

مرستیال والی د یاد مسئول څخه وغوښتل، ترڅو یې اداره هم په روغتیایی، ښوونیزو او روزنیزو خدماتو کی څو برابره زیاتوالی راولی؛ ځکه تر بل هر وخت د کار کولو زمینه برابره ده او هم ورته زیاته اړتیا لیدل کیږی او وروستیو کی یې د ولایتی ادارې په استازیتوب ورته د هرډول همکاریو ډاډ وړاندی کړ.