د کونړ په سرحدی سیمه کې لومړی ځل لپاره صحی کلینک خپل فعالیتونه پیل کړل
د کونړ په سرحدی سیمه کې لومړی ځل لپاره صحی کلینک خپل فعالیتونه پیل کړل

د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ چنار کلی کې چې د ډیورنډ فرضی کرښې ته نږدې موقعیت لری د لومړی ځل لپاره یو صحی کلینک خپل فعالیتونه پیل کړل. یاد کلى چې د کونړ ولایت د مرکز “اسداباد” څخه په اته(٨) کیلومترۍ کې پروت دى اوسېدونکو یې صحی برخه کې له امکاناتو له نشتون سره […]

د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ چنار کلی کې چې د ډیورنډ فرضی کرښې ته نږدې موقعیت لری د لومړی ځل لپاره یو صحی کلینک خپل فعالیتونه پیل کړل.

یاد کلى چې د کونړ ولایت د مرکز “اسداباد” څخه په اته(٨) کیلومترۍ کې پروت دى اوسېدونکو یې صحی برخه کې له امکاناتو له نشتون سره مخ و، خــو اوس د روغتیا نړیوال سازمان لخوا ددوى لپاره صحی کلینک جوړ شو.

د سیمی اوسیدونکی د یاد سازمان له لورې د کلینک جوړېدو هرکلى کوی او زیاتوی، چې ددې کلینک په جوړېدو به په کلی کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمه شی.

د سیمې اوسېدونکو په خبره نوموړى کلینک ورته بسنه نه کوی او غـوښتنه کوی چې په صحی برخه کې دې ورته لا نورې آسانتیاووې برابرې شی.

یاد صحی کلینک لپاره د کلی خلکو لخوا ځمکه ورکړل شوې او مالی چارې د روغتیا نړیوال سازمان لخوړ مخته وړل کېږی.

یادونې وړ ده چې په دې کلینک کې یو نرس،یوه قابله او یو ایم ډی ډاکتر دنده ترسره کوی چې د ٧٠٠کورنیو لپاره به صحی خدمات وړاندې کوی.