روز شمارزنان ماه نومبر:
روز شمارزنان ماه نومبر:

۱نومبر: د افغانستان روبات جوړونکو انجونو د فرسټ ګلوبل سیالیو کې د داورانو جایزه وګټله چې هر کال بهترینو خلکو ته ورکول کېږی. ۲نومبر: د طالبانو د تسلط څخه وروسته د ښځو لخوا د لاسی صنایعو نندارتون په انټرکانینینټال هوټل کې پرانستل شو چې ښځو له طالبانو وغوښتل چې ددوى د کارونو مانع نه شی […]

۱نومبر:
د افغانستان روبات جوړونکو انجونو د فرسټ ګلوبل سیالیو کې د داورانو جایزه وګټله چې هر کال بهترینو خلکو ته ورکول کېږی.
۲نومبر:
د طالبانو د تسلط څخه وروسته د ښځو لخوا د لاسی صنایعو نندارتون په انټرکانینینټال هوټل کې پرانستل شو چې ښځو له طالبانو وغوښتل چې ددوى د کارونو مانع نه شی او د ښځو ته د کار او تجارتی فعالیتونو اجازه ورکړی او زمینه ورته مساعده کړی.
۳نومبر:
د بارانجمن لخوا ۸۰تنه ښځینه قاضیانې،ژورنالیستې او ښځینه فعالانې یونان ته انتقال کړی.
د افغانستان ښځینه ورزشکارانو له اسلامی امارت نه وغوښتل چې د ښځو ورزشی فعالیتونو ته اجازه ورکړی.
۴نومبر:
یونسف سازمان د انجونو د ښوونځیو د ښوونکو د معاشونو د ورکړی اعلان وکړ.
۵نومبر:
د غور ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې د یو ولسی پاڅونوال په کور کې بمی چاودنې کې یوه ځوانه نجلۍ چې نامزاد وه ووژل شوه.
۶نومبر:
د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د بشری مرستو په چارو کې د ښځو د ونډې زیاتولو ته خوشبین ښکاری.
داداره وایی چې دوی د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د بشری فعالیتونو په برخه کې د ښځو په پوره ونډه اخیستو بریالی شوی او له سیمه‌ییزو طالب چارواکو سره د هوکړې له مخې د هغو ښځو شمېر زیات شوی چې د بشری مرستو د رسولو په برخه کې کار کوی.
۷نومبر:
په مزار شریف کې څلور ښځینه فعالانې چې د هیواد څخه د وتلو په لټه کې وې د جنایتکارانو لخوا ووژل شوې چې طالبانو یې د قاتلانو د نیولو ادعا وکړه.
۸نومبر:
تر شپږم ټولکی پورې په هرات کې د نجونو ښوونځی پرانستل شو.
نومبر۹
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی په مشرۍ پلاوی پاکستان ته سفر وکړچې دې پلاوی کې د دوی د بهرنیو چارو، مالیې او تجارت وزیران او کاری ډلې شامل وو
د اقتصادی اړیکو پیاوړتیا، ټرانزیټ، کډوالی او د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو تګ راتګ لپاره اسانتیاوې چمتو کول د دې سفر هدف و.
طالب چارواکو دې درې ورځنی سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره وکتل.
۱۰نومبر:
د خبریالانو ملی اتحادیې چې ښځینه خبریالانو پکې هم ګډون کړى و په یوې اعتراضیه غونډې کې وویل چې داسې شواهد یې لاسته راوړې چې د خبریالانو په نوم خلکو د خپلو کورنېو غړی له هیواده وویستل.
۱۱نومبر:
په هرات کې افغان ترک لیسې ښځینه زده کونکو خپلې یو کلنې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې.
۱۲-نومبر
د پکتیا په ګردیز کې دوه تنه ښځینه پولیس عسکرې وژل شوې چې جسدونه یې د پکتیا ولایت په لمړۍ ناحیه کې و موندل شول.
په افغانستان کې د فقر له امله ډېرو افغان کورنیو خپلې لورګانې وپلورلې.
۱۳نومبرپه هرات د انجونو ښوونځی بیا وتړل. او انجونې یې پرته له دې چې ازموینه ترېنه واخیستل شی رخصت کړې.
طالبانو هغه نجلۍ چې په خپل فیسبوک صفحه یې ادعا کړې وه چې د کابل د ۱۱حوزې مسولینو یې کور تلاشۍ کولو پر وخت ورڅخه نامشروع غوښتنه کړې وه ونیوله،د کورنیو چارو د وزارت ویاند رسنیو ته وویل چې نوموړې نجلۍ له بل چایې ددې ادعاپه بدل کې پیسې اخیستی.
طالبانو د مالیې وزارت د راتلونکی ۱۴۰۱ لمریز کال لپاره بودجه ترتیب کړله.
په
۱۴نومبر
امریکا وویل چې وروسته لدې به قطر په افغانستان کې د امریکا د ګټو استازیتوب کوی خو د ستراتیژۍ مدیریت مشاوره “نصیبې” وویل چې قطر د طالبانو څخه ملاتړ کوی او طالبان د ښځو حقوقو تر پښو لاندې کوی.
په کابل کې د اریانا سنیما چې ۲۰تنه کارمندان لری کارونه یې بند شوی دی او نوموړې سینما رئیسه چې ښځه ده طالبانو ورته اجازه نه ده ورکړې چې خپل کار ته ستنه شی.
۱۵نومبر:
د غور ولایت د فیرزوکوه څخه ګڼ شمېر کورنیو خپل کورنه پریښی چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دی.
۱۶نومبر
د طالبانو د پوهنې وزارت وایی، د روان کال د ۱۲ ټولګیو زده‌کوونکې به له کلنیو ازموینو پرته له ښوونځیو فارغې شی.
د افغانستان او ایران ترمنځ په سیاسی، امنیتی، پانګونې، سوداګرۍ او ګمرک، کډوالو، د اوبو، برېښنا او انرژۍ حوزې او فرهنګی، علمی او روزنې برخو کې د ګډو کمېټو پر ایجادولو هوکړه وشوه.
د بشری ناورین اندېښنه؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته ۴،۵ میلیارده ډالره مرسته وغوښته.
۱۷نومبر
په خوست کې د نجونو ښوونځی پرانستل شول.
په افغانستان کې له ۱۷زیات د کرونا سنټرونه چې ښځینه کارکونکوهم پکې کارکاوه وتړل شول.
د کابل په شهید ګل څلور لارې کې چاودنې ۳ښځې مړې او شپږ تنه زخمی کړل.
طالبانو د امریکا متحده ایالاتو له کانګرس څخه په یوه پرانیستی لیک کې وغوښتل چې په افغانستان کې رامنځته کیدونکی بشری او اقتصادی کړکیچ ته رسیدګی وکړی او د کنګل شوو شتمنیو د آزادیدو غوښتنه یې کړې وه.
۱۸نومبر په کابل جاده میوند کې د اورلګېدنې له امله په میلونونو افغانیو زیان هټیوالو ته واوښت.
بلخ ۱۰۰۰د مختلفو جرمونو په تور ونیول شول.
د اسلامی امارت د عملیاتو په جریان کې په شکردره کې دداعشو پنځاى ویجاړ کړ او د ښځو په ګډون یې نور داعش ونیول.
۱۹ نومبر
په مزارشریف کې د ارواپوه محمد نادرعالمی چې اختیطاف کونکو تښتولى و وواژه.
او په هلمند کې د تریاکو کرنه ډېر شوې.
۲۰نومبر
مالیې وزارت دولتی کارکونکو ته د درې میاشتو معاش ورکړل شو ورسره د سره صلیب سازمان هم د روغتیایی کاکونکو معاشات د طالبانو د مداخلې پرته روغتیایی کارکونکوته چې ښځینه روغتیایی کارکونکې هم پکې شامل دی ورکړل.
مالیې وزارت دولتی کارکونکو ته د درې میاشتو معاش ورکړل شو ورسره د سره صلیب سازمان هم د روغتیایی کاکونکو معاشات د طالبانو د مداخلې پرته روغتیایی کارکونکوته ورکړل.
-برتانیې لومړی وزیرد پارلمان په غونډې کې وویل چې طالبانو سره د تعامل لیوالتیا لری او د نړۍ له هیوادونو یې وغوښتل چې د بشری مرستو او بشری ناورین مخنیوی او کنترول په خاطر دې طالبانو سره تعامل وشی.
له بلې خوا د ملګروملتونو سازمان د ماشومانو دملاتړ صندوق(یونسف)د ماشومانو ورځ په افغانستان کې د ماشومانو د بد وضعیت له امله ونه نماځله.د دوى د راپور له مخې په افغانستان کې ۳میلیونه ماشومان خوارځواکۍ،۱میلیون ماشومان د مړینې له کواښ سره مخ دی او ۱۴میلیونه ماشومان د خوړو مصونیت نه لری او په زرهاو ماشومان په شاقه کارونو بوخت دی.
۲۱نومبر:
رسنیو لپاره د طالبانو نوی اصول: خبریالانې دې حجاب وکړی، داسې ډرامې دې نه خپرېږی چې ښځې پکې وی
خبریالان
د طالبانو حکومت پر تلویزیونونو یو لړ بې ساری محدودیتونه وضع کړی چې له مخې یې دا تلویزیونونه اجازه نه لری داسې سریالونه خپاره کړی چې ښځینه ممثلینو په کې رول لوبولی وی. دغه راز تلویزیونونو ته ویل شوی چې د شریعت د اصولو او د افغانی ارزښتونو خلاف څه دې نه خپروی او نه دې داسې بهرنی او کورنی فلمونه خپروی چې د پردیو کلتور افغان ټولنه کې دود کړی او یا ټولنه کې د دوی په وینا د بد اخلاقۍ سبب وګرځی.
په کابل کې د متحده اماراتو سفارت ،او المان خپل دفتر پرانسته چې طالبانو یې هرکلى وکړ،د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دهالند به هم ډېر ژر خپل دفتر پرانیزی.
د چین لخوا زرټنه ددلومړنیو کومکونو مرسته افغانستان ته ورسېده.
۲۲نومبر
د ملګروملتونو سازمان خبردارى ورکړ چې افغانستان بانک د سقوط له ګواښ سره مخ دى.
۲۳نومبر:
د کابل په دوهمې امنیتی حوزې سره چاودنه وشوه چې د اسلامی امارت دوتنه عسکر پکې زخمی شول.
۲۴نومبر:
لسو ولایتونو (کاپیسا،غور،فاریاب،غزنی،لوګر،دایکندی،پروان،میدان وردګ،نورستان او بدخشان )کې د پاسپورټ ریاستونه بیرته پرانستل شول.
صلیب سرخ سازمان خبردارى ورکړ چې د افغانستان وضعیت مخ په خرابېدو دى.
د بخښنې نړیوال سازمان له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په افغانستان مالی بندیزونه راکم کړی.
په بشری حقونو د څار سازمان وایی طالبان خبریالان په تهدیدوی.
۲۵نومبر:
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی سره د مبارزې ورځ راتګ او په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی داسې حال کې ډېر شوى چې ښځې له کار او تحصیل څخه منع شوی، د بخښنې نړیوال سازمان او یوناما افغانستان یو له هغو هیوادونو یاد کړ چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی کچه پکې ډېره ده.
د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت بې ساری ډول زیات شو یو ډالر په ۱۰۵افغانیو تبادله شوى و چې د خوراکی توکو بیې هم ورسره لوړې شوې او افغانان د اسلامی امارت وغوښتل چې نرخونه کنترول کړی.
۲۶نومبر
له ۷۰قلمه زیات تاریخی اثار چې په لوګرعینک سیمه او د کاپیسازرګرسیمه کې موندل شوی و او۲۰۰۰کاله تاریخی قدامت یې درلود کابل موزیم ته وسپارل شو.
۲۷نومبر
د مدافع وکیلانو ټولنه چې د ښځینه وکیلانوپه ګډون یې ۶۰۰۰و کیلانو عضویت درلود او په ۴زونونو کې یې مرکزی دفتر درلود د طالبانو دعدالیې وزیرپه حکم نوموړی وزارت پورې وتړل شو.
په کابل کې سلګونو نجونو افغان ترک په ښوونځیو کې د شمولیت ازموینه ورکړه.
۲۸نومبره
په قطر کې د طالبانو او امریکا،اروپایی اتحادیې ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته ترسره شوه چې دواړو لوریو په سیاسی،اقتصادی،دوه اړخېزه اړیکو،معارف د افغانستان په آمنیتی وضعیت او بشری مرستو په موضوعاتو یې بحث وکړ.
۲۹نومبر
په متحده عربی اماراتو کې د افغان سیاسونو په فعالیت بندیز ولګېده.
اورپایی ټولنې له طالبانو وغوښتل چې ټولشموله حکومت جوړ کړی او د ښځو حقونه مراعات کړی.
۳۰نومبر:
په کابل کې یو شمیر ښځینه فعالانو د یو لاریون په ترڅ کې وغوښتل چې دوى ته دې د کار او تحصیل حق ورکړی او د نوی حکومت په جوړښت کې دې ښځو ته برخه ورکړی.
په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربتوب دترویکا پلس غونډه جوړه شوه چې دپاکستان،روسیې،چین او امریکا استازو ګډون کړى و د افغانستان سره د بشری او اقتصادی مرستو ژمنه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې ټول شموله حکومت جوړ،ښځو ته تعلیم حق ورکړی،او حقوقو ته یې درناوى وکړی.
د اسلامی امارات حکومت پلاوى د امیر خان متقی په مشرۍ اسلام اباد ته ورغلى و.