زابل کې طالبانو د کار بدل کې د غنمو ورکولو پروسه پیل کړې
زابل کې طالبانو د کار بدل کې د غنمو ورکولو پروسه پیل کړې

د زابل په مرکز قلات کې طالبانو لسګونه کسانو ته د کار په بدل کې د غنمو ورکولو لړۍ پیل کړې ده. د قلات ښاروالۍ چارواکی وایی، په دغه پروسه کې به لسګونه هغه کسانو ته د کار زمینه برابره کړی چې غریب وی او دا مهال اوزګاره دی. د قلات ښاروال مولوی لطف الله […]

د زابل په مرکز قلات کې طالبانو لسګونه کسانو ته د کار په بدل کې د غنمو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.

د قلات ښاروالۍ چارواکی وایی، په دغه پروسه کې به لسګونه هغه کسانو ته د کار زمینه برابره کړی چې غریب وی او دا مهال اوزګاره دی.

د قلات ښاروال مولوی لطف الله لطیفی د دغه پروسې د پیل پر وخت د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ۱۶۰ کسانو ته به په ۲۱ کاری ورځو کې هره ورځ ۱۰ کیلو غنم ورکړی.

هغه وایی، زابل ولایت ته ۳۰۰ ټنه مرسته شوی غنم راغلی و چې له ډلې یې په لومړی پړاو کې ۳۵ ټنه غنم خلکو ته د کار په بدل کې ځانګړی کړی دی.

دی وایی، دغه کسان به د ښار په ټولو هغه برخو کې ورځ مزدوری وکړی چې اړتیا وی.

لطیفی په دې اړه وایی: «دغه پروسه د مرکز څخه ۳۰۰ ټنه غنم راغلی وو، چې له جملې څخه یې د ښاروالۍ ریاست لپاره ۳۵ ټنه جلا شول. په دې پروسه کې به ۱۶۰ کسان ۲۱ ورځې کار کوی او هر کس ته به د ورځې ۱۰ کیلو غنم ورکول کیږی. دغه کسان چې د ښار په هر ځای د کار ضرورت وی دوی به یې کوی.»

هغه کسان چې ورته د کار په بدل کې غنم ورکول کیږی زیات خوشحاله دی او غوښتنه کوی چې د نړیوالو مرستندویه ارګانونو لخوا دې هم دغه ډول پروسه پر لاره واچول شی.

په دغه پروسه کې دوه تنه ګډون کوونکی حبیب الله او عبیدالله وایی، د کار په پرتله مرسته ترلاسه کول خلک په بیکارۍ اخته کوی.

دوی له نورو مرسته کوونکو ارګانونو څخه غواړی چې اړمنو خلکو ته دې د وړیا مرستې ورکولو پر ځای د کار په بدل کې مرستې ورکړی ترڅو د فساد مخه ونیول شی.

حبیب الله وایی: «داخو ډیر ښه کار وشو ځکه په دې پروسه کې اوس فساد هم نه کیږی هغه مرستې چې مفتې خلکو ته ورکول کیږی په هغه کې واسطه وی که موږ ته د کار زمینه برابره شی موږ به چاته د مرستې په تمه لاس اوږد نه کړو.»

له کله چې طالبان پر افغانستان واک ته رسیدلې دی، د زابل ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم خلکو ته د کار په بدل کې د غنمو ورکولو دغه ډول پروسې پیل کړی دی.