طالبانو د امربالمعروف وزیر: د تیر شل کلن فکری یرغل د نورستان غوندی قبایلی سیمه هم اغیزمنه کړې
طالبانو د امربالمعروف وزیر: د تیر شل کلن فکری یرغل د نورستان غوندی قبایلی سیمه هم اغیزمنه کړې

پرون دوشنبه د اسد ۲۴ د طالبانو د امربالمعروف وزیر شیخ محمد خالد الحنفی د نورستان په پارون کې یوې رابلل شوې غونډې ته ویل چې تېر شل کلن فکری یرغل د هیواد هیڅ سیمه پریښې نه ده؛ د نورستان پشان قبایلی سیمه یې هم اغیزمنه کړې ده. نوموړی د طالبانو د راتګ د یو […]

پرون دوشنبه د اسد ۲۴ د طالبانو د امربالمعروف وزیر شیخ محمد خالد الحنفی د نورستان په پارون کې یوې رابلل شوې غونډې ته ویل چې تېر شل کلن فکری یرغل د هیواد هیڅ سیمه پریښې نه ده؛ د نورستان پشان قبایلی سیمه یې هم اغیزمنه کړې ده.

نوموړی د طالبانو د راتګ د یو کلن کیدو په مناسبت زیاته کړه چې تېر یو کال کې داسې امنیت راغلی چې مثال یې له دې مخکې نه شته. هغه تېر شل کلن نظام فاسد او له اخلاقی فساده ډک یاد کړ او د طالبانو راتګ یې د دې هر څه خاتمه وبلله.

الحنفی له ښځو هم مننه وکړه چې د دوی په غوښتنه یې حجاب کول منلی دی. هغه ویل:« مونږ له خپلو خویندو مننه کوو چې حجاب یې قبول کړ او اوس خو په د رسنیو په پرده هم حجاب کوی چې د ستایلو عمل دی».
د هغه په وینا ښځې اوس د غونډو تالارونو کې د منکراتو مخنیوی شوی او ښځې په حجاب سره پارکونو او تفریح ځایونو ته په ازاد ډول تللی شی.
یاده دې وی چې الحنفی د افغانستان ختیځو ولایتونه ته خپل سفر پیل کړی او له دې مخکې یې په ننګرهار کې هم غونډه درلوده چې د خبرو موضوع یې تر ډیره پر میرمنو راڅرخیده.