په کندهار کې د طالبانو مشهور دفتر په ښار کې ډی جی ته امر کړی چې د ښځو او نجونو په موبایلونو او کمپیوټرونو کې د موسیقۍ او فلمونو له ثبتولو ډډه وکړی. د “کندهار” یوه ډی جی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی نن ( شنبه د غبرګولی ۱۴مه) د افغان ښځو […]
په کندهار کې د طالبانو مشهور دفتر په ښار کې ډی جی ته امر کړی چې د ښځو او نجونو په موبایلونو او کمپیوټرونو کې د موسیقۍ او فلمونو له ثبتولو ډډه وکړی.
د “کندهار” یوه ډی جی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی نن ( شنبه د غبرګولی ۱۴مه) د افغان ښځو خبرگزاری ته وویل چې طالبانو او د القاعدې وسله والو په لفظی ډول ورته لارښوونه کړې چې په خپلو ټلیفونونو کې مو موسیقی او فلم ثبت کړی او د ښځو او نجونو په موبایل ټلیفونونه دې ثبت نه کړی.
سرچینه وایی، طالبانو ورته ویلی وو، چې که ښځه له سړی سره وی، نو کمپیوټر او موبایل ته د توکو په لېږد کې به کومه ستونزه نه وی. مګر په دې شرط چې ښځه پخپله د هټیوال څخه لرې ودریږی.
په کندهار کې یو شمېر نجونې له دوکانونو څخه فلمونه، سندرې او ښوونیز توکی اخلی.
طالبانو په موټرونو کې د موسیقۍ اورېدل او په رسنیو کې د موسیقۍ غږول هم منع کړی دی.