طالبانو یو ځل بیا په کابل کې د ښځو لاریون ګډوډ کړ
طالبانو یو ځل بیا په کابل کې د ښځو لاریون ګډوډ کړ

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ یو شمېر غړی وایی، طالبانو د دغه غورځنګ هغه ننې مظاهره چې په کابل کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اعتراض کې پیل کړې وه ګډوډوی. دغه لاریون د یکشنبې په ورځ د “حمل په ۶” د کابل ښار په لوېدیځ کې د دشت برچی […]

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ یو شمېر غړی وایی، طالبانو د دغه غورځنګ هغه ننې مظاهره چې په کابل کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اعتراض کې پیل کړې وه ګډوډوی.

دغه لاریون د یکشنبې په ورځ د “حمل په ۶” د کابل ښار په لوېدیځ کې د دشت برچی په سیمه کې د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ د غړو له خوا پیل شو.

د دغه حرکت یو غړى وایی، چې د دوى لاریون د کابل ښار د سوځېدلو پله له سیمې پیل شوى او تر دشت برچی پورې یې دوام کړى دى.

د عدالت د ښځو د غورځنګ د دغې غړې په وینا، د طالبانو ډلې جنګیالیو په دې سیمه کې مظاهره کوونکې ښځې محاصره کړې او هغوی ته یې ګواښونه او سپکاوی کړی دی.

ویل کیږی، چې طالبانو د ښځینه پولیسو په نومولو او پر وړاندې یې د وسلو په پورته کولو سره ښځو مظاهره چیانو ته ګواښ کړی، چې د دې ډلې پر وړاندې غږ پورته نه کړی او په دې توګه یې ښځې منتشر کړی دی.

د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ وایی، څه باندې یو نیم کال کېږی چې افغان نجونې د طالبانو له خوا د ښوونځیو د دروازو په تړلو سره له روانی او احساساتی کړاو سره مخ دی.

په ورته وخت کې طالبانو د نوی تعلیمی کال په پیل کې د نجونو د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ په نه خلاصولو سره ښوونځیو ته د ښځینه زده کوونکو د راستنیدو هیلې په نا امیدۍ بدلې کړې دی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#