لغمان: سختو سیلابونو درې تنه وژلی دی
لغمان: سختو سیلابونو درې تنه وژلی دی

یاد سیلابونه په دولت شاه، الیشنګ او الینګار کې راوتلی چې په سونو جریبه زراعتی ځمکه، د اوسیدو کورونه او څاروی یې له ځانه سره وړی. لغمان کې د پیښو پر وړاندې مبارزې او چمتوالی ریس قاری خیر محمد غازی رسنیو ته ویلی چې سیلاب یو ماشوم او دوه زنانه وژلی چې جسدونه یې له […]


یاد سیلابونه په دولت شاه، الیشنګ او الینګار کې راوتلی چې په سونو جریبه زراعتی ځمکه، د اوسیدو کورونه او څاروی یې له ځانه سره وړی.

لغمان کې د پیښو پر وړاندې مبارزې او چمتوالی ریس قاری خیر محمد غازی رسنیو ته ویلی چې سیلاب یو ماشوم او دوه زنانه وژلی چې جسدونه یې له اوبو راویستل شوی دی.

یاد تلفات په الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې اوښتی، چې سیلابونو تر نورو ولسوالیو زیات ځپلی دی.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې په کنړ، لغمان، نورستان او ننګرهار کې سیلابونو خلکو ته ډیر مالی او ځانی زیانونه اړولی.

طالبان وایی چې د لغمان په سیلاب ځپلو ولسوالیو کې به خلکو سره عاجلې مرستې وکړی خو خلک لا هم په خپلو ویجاړو ودانیو ته ناست دی.