ملګری ملتونه او د افغانستان د ښځو تر څنګ د ټولو ښځو پر ودرېدو ټینګار کوی
ملګری ملتونه او د افغانستان د ښځو تر څنګ د ټولو ښځو پر ودرېدو ټینګار کوی

اوچا په یوه بیان کې یو ځل بیا د طالبانو پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې په نادولتی ادارو کې یې د ښځو د کار د محدودولو په اړه کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی، د دې وخت رارسېدلی چې ټولې ښځې د افغانستان د ښځو تر څنګ […]

اوچا په یوه بیان کې یو ځل بیا د طالبانو پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې په نادولتی ادارو کې یې د ښځو د کار د محدودولو په اړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی، د دې وخت رارسېدلی چې ټولې ښځې د افغانستان د ښځو تر څنګ ودرېږی.

د یاد خبر له مخې؛ په هغې اعلامیه کې چې پرون خپره شوه، اوچا یو ځل بیا د طالبانو پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې په نادولتی ادارو کې یې د ښځو د کار د محدودولو لپاره کړې وه.

همدارنګه ویل شوی چې ښځې د غیر دولتی موسسو د کار ځواک له ۳۵ څخه تر ۴۰ سلنې پورې جوړوی او په افغانستان کې ۸۰ سلنه بشری فعالیتونه ترسره کوی.

د اوچا په وینا، هڅې روانې دی چې طالبان پر ښځو دغه بندیز لرې کړی.

دوه میاشتې وړاندې طالبانو د غیردولتی موسسو ښځینه کارکوونکو ته امر وکړ چې په کورونو کې پاتې شی. د دې اقدام په غبرګون کې په افغانستان کې یو شمېر بشری فعالیتونه ودرول شول.

خبرگزاری زنان افغان