نجونې د لیاقت په آزموینه کې هم له ګډونه بې برخې شوې
نجونې د لیاقت په آزموینه کې هم له ګډونه بې برخې شوې

په نیمروز ولایت کې طالبانو د یو رسمی مکتوب په لېږلو سره، نجونې د لیاقت په آزموینه کې له ګډونه منع کړې دی. سرچینو نن د زمری په ٢٨مه خبرگزاری زنان افغانستان ته وایی چې د نیمروز د پوهنې ریاست په نوم د پوهنې وزارت د مکتوب له مخې، له لومړی تر شپږم ټولګی پورې […]


په نیمروز ولایت کې طالبانو د یو رسمی مکتوب په لېږلو سره، نجونې د لیاقت په آزموینه کې له ګډونه منع کړې دی.

سرچینو نن د زمری په ٢٨مه خبرگزاری زنان افغانستان ته وایی چې د نیمروز د پوهنې ریاست په نوم د پوهنې وزارت د مکتوب له مخې، له لومړی تر شپږم ټولګی پورې نجونې د روان کال د لیاقت په آزموینه کې له ګډونه محرومې دی.

دوې وایی چې یوازې نارینه زده کوونکی په لیاقت آزموینه کې ګډون کولای شی.

له بلې خوا، داسې احتمال شته چې طالبانو ډله په راتلونکو کلونو کې هم دا تصمیم عملی کړی.

طالبان په داسې شرایطو کې دا ډول اقدام کوی چې له شپږم ټولګی پورته نجونو ښوونځی لا تړلی دی.

په دې توګه، د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو په صورت کې، نجونې نه شی کولای په درسونو کې دوامداره ځنډ د لیاقت آزموینې په ورکولو جبران کړی.

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره له شپږم ټولګی پورته نجونو پرمخ ښوونځی وتړل شول.

د طالبانو د پوهنې وزارت له قوله رپوټ ورکړی چې ښایی د نجونو په ښوونیز بهیر کې اصلاحات کلونه وخت ونیسی.

خبرگزاری زنان افغانستان