ننګرهار پوهنتون کې دنیالګیوکېنولو کمپاین پیل شو
ننګرهار پوهنتون کې دنیالګیوکېنولو کمپاین پیل شو

په ننګرهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت معین لطف الله خیر خواه او د پوهنتون رهبرۍ له لوری د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو. د ننګرهار پوهنتون د ادارې معاوین قاضی خالدوایی(له کومې ورځې چې موږ ننګرهار پوهنتون ته راغلی یو او په دنده مو پیل کړی نو د ورځنیو کارونو یوه برخه […]

په ننګرهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت معین لطف الله خیر خواه او د پوهنتون رهبرۍ له لوری د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو.
د ننګرهار پوهنتون د ادارې معاوین قاضی خالدوایی(له کومې ورځې چې موږ ننګرهار پوهنتون ته راغلی یو او په دنده مو پیل کړی نو د ورځنیو کارونو یوه برخه مو د پوهنتون فزیکی ښکلا ،سرسبزی او اړونده برخو کارونه تشکیلوی چی په همدی اساس مو د راتلونکی پسرلی لپاره د دریو نویو باغونو( نارنج ،زیتون، لوکاټ) جوړولو هڅې هم پیل کړی چې د دی باغونو په شمول به ان شاءالله سږکال په مجموع اووه زره دوه سوه نوی نیالګی کینو
د کانال او زراعت ریاستونو ترڅنګ بعضی بااحساسه ځوانان او تجاران شته چی په دی برخه کی یی د لاسنوی وعده راسپارلې
موخه مو د خپل علمی کور (ننګرهار پوهنتون) سرسبزی، ښکلا او جاری صدقه ده چې خپل ګران هیوادوال په دی برخه کی تشویقوو او غواړو چی دوی هم په دی برخه کی پراخه ونډه واخلی ترڅو په راتلونکی کې مو ګران هیواد په دی برخه کی غنی واوسی او د پاکې هوا او ښایسته چاپیریال ترڅنګ له همدې لارې وکولی شو خپل اقتصاد ته هم وده ورکړو.

ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل: د پوهنتون ادارې د پرېکړې سره سم د پوهنتون ټول منسوبین مکلف دی، چې په داوطلب شکل د پوهنتون په انګړ کې یو- یو نیالګی په خپل نوم کېنوی او په راتلونکې کې یې پالنه هم وکړی.