د ننګرهار کانال ریاست مسوولین وایی چې د کانال په دویم او څلورم فارم کې د بېرې ۲۱ زره ونې کرل شوی چې د اصلاح چارې یې روانې دی. دا فارمونه د شاتو د تولید د زیاتیدلو لپاره اصلاح کیږی چې د میوې تر څنګ به د شاتو مچیو د روزنې ځانګړی ځای وی. د […]
د ننګرهار کانال ریاست مسوولین وایی چې د کانال په دویم او څلورم فارم کې د بېرې ۲۱ زره ونې کرل شوی چې د اصلاح چارې یې روانې دی.
دا فارمونه د شاتو د تولید د زیاتیدلو لپاره اصلاح کیږی چې د میوې تر څنګ به د شاتو مچیو د روزنې ځانګړی ځای وی. د شاتو د مچیو د روزنکو په وینا چې د بېرې شات یې نړۍ وال بازار لری خو د بېرې ونې لا هم کمې دی.
د ننګرهار پوهنتون د زراعت پوهنځی استاد عصمت درانۍ وایی چې بېره د میوې ترڅنګ په درملو کې هم کارول کیږی او د ننګرهار هوا او خاوره یې د کر لپاره مناسب ځای دی چې ښه حاصل به ورکړی. هغه ویل« د بېرې ونی تل شنې وی ، کلنۍ وده یې دنورو ونو په پرتله لکه یوکلیپټیس ، توت او نورو ونو،څخه څو برابره زیاته ده.»
کانال ریاست مسوولین وایی چې د بېرو ونو په کینولو سره به د کانال ریاست عواید لوړاو یو شمېر هیوادوالو ته به د کار زمینه هم برابر شی .