ننګرهار: کانکور ازموینه کې د ښځینه محصلینو شمیر څرګند نه دی
ننګرهار: کانکور ازموینه کې د ښځینه محصلینو شمیر څرګند نه دی

نن پنجشنبه د میزان څلوارلسمه په ننګرهار پوهنتون کې د کانکور ازموینه پیل شوه چې درې ورځې به دوام وکړی. د مسوولینو په وینا چې سږ کال د ګډونوالو شمیر ۹ زره او دوه سوه شل تنه دی. د ننګرهار پوهنتون ریس پوهاند خلیل احمدبهسودوال په وینا چې د ننګرهار پوهنتون په دیارلسو پوهنځیو کې […]

نن پنجشنبه د میزان څلوارلسمه په ننګرهار پوهنتون کې د کانکور ازموینه پیل شوه چې درې ورځې به دوام وکړی. د مسوولینو په وینا چې سږ کال د ګډونوالو شمیر ۹ زره او دوه سوه شل تنه دی.

د ننګرهار پوهنتون ریس پوهاند خلیل احمدبهسودوال په وینا چې د ننګرهار پوهنتون په دیارلسو پوهنځیو کې سږ کال د ۵ زره او درې سوه محصلینو د جذب ظرفیت لری.

د خبری ګذاری زنان د نماینده د سوال په ځواب کې چې څومره انجونې ګډونوالې لرو؟ مسوولینو ویل چې هیڅوک حق نه لری چې د انجونو شمیر، وخت او هغوی سره مرکه وکړی.

یوې باوری سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ویل چې انجونې به د ورځې په نیمایی برخه کې امتحان ته حاضرې شی.