نورستان: د سیمې اوسېدونکو مندول ولسوالۍ له طالبانو نیولې
نورستان: د سیمې اوسېدونکو مندول ولسوالۍ له طالبانو نیولې

ځایی سرچینې ادعا کوی چې د نورستان مندول ولسوالی سیمه ایزو خلکو په واک کې اخیستې ده ځایی سرچینو رسنیو سره په خبرو کې وایی، چې دغه ولسوالی پنجشنبه سهار د تلې پر اوومه د طالبانو له ادارې وتلې او د سیمې د اوسېدونکو لاس ته لوېدلې ده. د سرچینو په وینا د سیمې خلکو […]

ځایی سرچینې ادعا کوی چې د نورستان مندول ولسوالی سیمه ایزو خلکو په واک کې اخیستې ده

ځایی سرچینو رسنیو سره په خبرو کې وایی، چې دغه ولسوالی پنجشنبه سهار د تلې پر اوومه د طالبانو له ادارې وتلې او د سیمې د اوسېدونکو لاس ته لوېدلې ده.

د سرچینو په وینا د سیمې خلکو د طالبانو له خوا د مندول ولسوالۍ لپاره د مخکینی حکومت د امنیه قوماندان بهرام‌الدین نورستانی د وژل کېدو له امله دغې ولسوالۍ ته ورغلی دی.

ویل کیږی چې یاد قومندان طالبانو د مرستې د ورکولو په نوم ورغوښتی و چې بیا تری تم شوی و او پرون یې جسد د ولسوالۍ په محبس کې خپلوانو ته سپارل شوی دی.