هلمند کې د اوبو پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دی
هلمند کې د اوبو پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دی

هلمند کې طالب چارواکی وایی، ددغه ولایت په باباجی ولسوالۍ کې تیره ورځ د دوه ورونو ترمنځ د اوبو پر سر شخړه کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوی دی. هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض وایی، شخړه د دوه ورونو ولی جان او سیدمحمد ترمنځ […]

هلمند کې طالب چارواکی وایی، ددغه ولایت په باباجی ولسوالۍ کې تیره ورځ د دوه ورونو ترمنځ د اوبو پر سر شخړه کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوی دی.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض وایی، شخړه د دوه ورونو ولی جان او سیدمحمد ترمنځ د ځمکې خړوبولو پر وخت رامنځته شوې ده.

هغه وایی، ولی جان د سید محمد د زامنو لخوا سخت وهل شوی چې وروسته یې په ایمرایجنسی روغتون کې ساه ورکړې ده.

دی زیاتوی، په قتل تورن کسان سیدمحمد او زامن یې د طالبانو لخوا نیول شوی او دامهال ترې څیړنې روانې دی.

افغانستان سږ کال د وچکالۍ له سختې څپې سره مخ دی او خلک د اوبو د نشتون له امله له بېلابېلو ستونزه سره مخ دی او کله ناکله د اوبو پر سرد عامو وګړو ترمنځ لانجې پورته کېږی او یو بل سره وژنی.