په افغانستان کې د نجونو د بندو ښوونځیو په اړه د مېرمن کلتوری-ټولنیز بهیر اعلامیه!
په افغانستان کې د نجونو د بندو ښوونځیو په اړه د مېرمن کلتوری-ټولنیز بهیر اعلامیه!

تعلیم کول الهی امر او د هر انسان حق دی! د بشر د تاریخ په اوږدو کې چیرته چې نارینه وو جګړې کړې او ګټلې دی خو که چیرته یو پرمختللی تمدن رامنځته شوی نو هلته به هرو مرو د ښځو پراخ ګډون او بر لاسی وه. د افغانستان معاصر تاریخ کې ګورو چې پر […]

تعلیم کول الهی امر او د هر انسان حق دی!
د بشر د تاریخ په اوږدو کې چیرته چې نارینه وو جګړې کړې او ګټلې دی خو که چیرته یو پرمختللی تمدن رامنځته شوی نو هلته به هرو مرو د ښځو پراخ ګډون او بر لاسی وه.
د افغانستان معاصر تاریخ کې ګورو چې پر له پسې جګړو د ښځو د زده کړو او ټولنیز پرمختګ مخه ډب کړې او له همدې کبله ده چې د لویو او خونړیو جګړو سره سره چې میلیونونه افغانان یې مړه، ټپیان او له کوره بې کوره کړل خو د افغانی تمدن لپاره یې هیڅ نه درلودل بلکې زموږ دروند افغانی کلتور یې له نیستی او مخ په ځوړ حالت سره مخ کړی. دا ځکه چې افغان نارینه په جګړو بوخت وو او ښځې د مذهب، کلتور او جګړو له امله په کور ناستې وې او ډېرو کمو میرمنو ته دا چانس و چې زده کړې او پرمختګ وکړی.
په دې وروستیو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړل که له یوې خو زموږ هیواد د نړیوالو له سیالۍ او پرمختګ څخه راګرځوی بل پلو د افغانی ټولنې او زموږ د کلتور پر مخ یوه درنده څپیړه ده چې درد به یې موږ او زموږ راتلونکو نسلونو ته د زغملو وړ نه وی.
مېرمن کلتوری-ټولنیز بهېر چې د افغانی ټولنې په تېره بیا د مېرمنو د کلتوری ودې او ټولنیز پرمختګ په موخه رامنځته شوې او په دې برخه کې یې پراخې هلې ځلې کړې د افغانستان پر اوسنیو واکمنانو غږ کوی چې د ټولنې دې تاریخی مرحلې د مسوولینو په توګه خپل مسوولیت ته په پام سره ژر تر ژر د ښوونځیو دروازې د نجونو زده کوونکو پر مخ پرانیزی، ځان او وطن د تاریخ له شرمه بچ کړی او افغانان په تېره بیا افغان ښځې دې نور د جهالت او تیاره راتلونکی له بدو پایلو څخه خلاصې کړی

د میرمن کلتوری-ټولنیز بهیر دارالانشأ
#دنجونوښوونځی-پرانیزی!