په افغانستان کې د ښځو له پروګرامونو سره د برتانیې په مرستو کې د ۶ میلیونو ډالرو کمښت
په افغانستان کې د ښځو له پروګرامونو سره د برتانیې په مرستو کې د ۶ میلیونو ډالرو کمښت

خبرگزاری زنان افغان: ګارډین ورځپاڼې د Save the Children په حواله لیکلی چې بریتانیا د افغانستان له پوهنې، روغتیا او سوداګرو ښځو سره خپلې مرستې خورا کمې کړی دی. سیف دی چلډرن ویلی چې د برتانیا د بهرنیو چارو، پراختیا او دولت مشترک دفتر ل٣۰۰ زره ډالرو څخه زیاتې مرستې کمې کړی او یوازې ٢٠٠ […]

خبرگزاری زنان افغان: ګارډین ورځپاڼې د Save the Children په حواله لیکلی چې بریتانیا د افغانستان له پوهنې، روغتیا او سوداګرو ښځو سره خپلې مرستې خورا کمې کړی دی.

سیف دی چلډرن ویلی چې د برتانیا د بهرنیو چارو، پراختیا او دولت مشترک دفتر ل٣۰۰ زره ډالرو څخه زیاتې مرستې کمې کړی او یوازې ٢٠٠ زره ډالر به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ورکړی.

د سیف دی چلډرن موسسې اجراییوی رییس ګوین هاینس وویل: “افغان ماشومان لا دمخه د لوږې او ناروغیو له امله مړه کیږی او اوس د برتانیا د حکومت لخوا د خوراکی توکو، روغتیا او تعلیمی پروګرامونو لپاره د تمویل له کمیدو سره مخ دی.”

هغه ټینګار وکړ: “له افغان ماشومانو سره د میلیونونو ډالرو مالی مرستو د کمولو پریکړه نړۍ ته یو جدی پیغام رسوی چې بریتانیا د نړۍ له خورا زیانمنونکو ماشومانو او کورنیو څخه چې په نړۍ کې یو له ډیرو ننګونو سره مخ دی، شا کړې ده.”

نوموړی خبرداری ورکړی، چې د بریتانیا د مرستو له وتلو سره به په ټول افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره تعلیمی پروګرامونه وتړل شی.

په ورته وخت کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان په داسې حال کې د بریتانیا د مرستو د ځنډولو اعلان کوی، چې تر دې مخکې اوچا هم یو راپور خپور کړی و، چې ویلی یې و، افغانستان له بې ساری بشری ناورین او د نظام د سقوط او بشری ناورین له خطر سره مخ دی.

اوچا وویل، ٢٨.٣ میلیونه خلک چې د افغانستان د نفوس دوه پر دریمه برخه جوړوی، به سږکال د ژوندی پاتې کیدو لپاره بشری مرستو ته اړتیا ولری، ځکه چې دا هیواد دریم پرله پسې وچکالۍ او دوهم کال د سخت اقتصادی بحران سره مخ دی.

دغه راز د خوراک نړیوال سازمان ویلی دی چې د بودیجې د کمښت له امله دغه اداره اړ شوې چې څلور میلیونه افغانانو ته د خوراکی توکو د وېش لړۍ کمه کړی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#