د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ په چاناک سیمه کې د یو پلنکوچ موټر اوختو له امله شپږ تنه ټپیان شوی. په لغمان کې د ترافیکو مدیر حبیب الله مبارز وایی پېښه نن سهار ٧بجې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند چاناک سیمه کې رامنځته شوې چې د یوې کوچنۍ ماشومې په ګډون پکې شپږ تنه ژوبل شوی. […]
د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ په چاناک سیمه کې د یو پلنکوچ موټر اوختو له امله شپږ تنه ټپیان شوی.
په لغمان کې د ترافیکو مدیر حبیب الله مبارز وایی پېښه نن سهار ٧بجې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند چاناک سیمه کې رامنځته شوې چې د یوې کوچنۍ ماشومې په ګډون پکې شپږ تنه ژوبل شوی.
هغه وایی ټپیان د لغمان ولایت، ولایتی روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوی چې د دریو تنو روغتیایی وضعیت نازک ښودل شوى.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې ترافیکی پېښو کې زیاتوالى راغلى چې لاملونه یې د سړکونو خرابولى او د موټر چلوونکو بې احتیاطی ښودل شوې.