په لغمان کې د ١٠۵ یتیمانو سره د خوراکی توکو مرسته وشوه
په لغمان کې د ١٠۵ یتیمانو سره د خوراکی توکو مرسته وشوه

په لغمان ولایت کې د (Life)موسسې لخوا د لغمان د اقتصاد ریاست په همکارۍ د ١٠۵یتیمانو سره د خوراکی توکو مرسته وشوه. ء لغمان اقتصاد ریاست لپاره د طالبانو رٸیس جان محمد حامد وویل چې نن ورځ د لایف موسسې لخود د هغو یتیمانو سره د خوراکی تـوکو مرسته وشوه چې له وړاندې یې د […]

په لغمان ولایت کې د (Life)موسسې لخوا د لغمان د اقتصاد ریاست په همکارۍ د ١٠۵یتیمانو سره د خوراکی توکو مرسته وشوه.

ء لغمان اقتصاد ریاست لپاره د طالبانو رٸیس جان محمد حامد وویل چې نن ورځ د لایف موسسې لخود د هغو یتیمانو سره د خوراکی تـوکو مرسته وشوه چې له وړاندې یې د یادې موسسې سره ځانونه ثبت کړی وو.
نوموړی همداراز وویل چې لا هم ډېرې کورنۍ مرستو ته اړتیا لری او باید مرسته ورسره وشی.

د لایف موسسې ولایت مسول نعیم وویل چې دغو مرستو کې اووه قلمه مواد چې یوه بورۍ اوړه،یوه بورۍ وریجې، یوه بـوشکه غوړی،یومن لوبیاکلس کیلو مالګه،نیم من بوره او یو کیلو چاى شامل دی.

دا لومړى ځل نه دى چې په لغمان ولایت کې د اړمنو کورنیو سره د خوراکی توکو م مرسته کېږی،لدې وړاندې هم د مختلفو موسساتو لخوا د ګڼ شمېر اړمنو کورنیو سره د خوراکی توکو مرستې شوې وې.