په ننګرهار ولایت کې  په خپل منځی جګړه کې یوه میرمنه  ټپی او درې تنه ټپیان  شوی
په ننګرهار ولایت کې  په خپل منځی جګړه کې یوه میرمنه  ټپی او درې تنه ټپیان  شوی

د ننګرهار ولایت کې د شینوارو غنی خیلو ولسوالۍ په کې نن پنجشنبه شااوخوا دوه بجې د دوو کورنیو ترمنځ په خپل منځی شخړه کې یوه میرمنه مړه او درې تنه نور ټپیان شوی. د سیمې یوتن اوسېدونکى وایی پېښه د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر د جنجال له امله د یادې ولسوالۍ […]

د ننګرهار ولایت کې د شینوارو غنی خیلو ولسوالۍ په کې نن پنجشنبه شااوخوا دوه بجې د دوو کورنیو ترمنځ په خپل منځی شخړه کې یوه میرمنه مړه او درې تنه نور ټپیان شوی.

د سیمې یوتن اوسېدونکى وایی پېښه د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر د جنجال له امله د یادې ولسوالۍ په ګلاهی زاخیلو کلی رامنځته شوې چې د وسلوالې شخړې په نتیجه کې یوه میرمنه مړه اودرې تنه نور زخمیان شوی.
هغه وویل چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوی چې تر درملنې لاندې دی.

سیمه ایز طالب چارواکو د پېښې په تاییدولو وویل چې د پېښې په تړاو یې طالب سرتېرو د دواړو کورنیو غړی نیولی چې د تحقیق وروسته به عدلیې او قضایی اورګانونو ته وسپارل شی.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې خپل منځی شخړو کې زیاتوالى راغلى چې مرګ ژوبله له ځانه سره لری چې لاملونه یې فقر او بې کاری یاد شوی.