په ننګرهار کې ۷۲۳کورنیو سره د خوراکی توکو مرستی وشوې
په ننګرهار کې ۷۲۳کورنیو سره د خوراکی توکو مرستی وشوې

په ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار اوبیلابېلو ولسوالۍ کې۷۲۳اړمنو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وشوه. د موسساتو د نظارت غړی عتیق الله فاتح وایی(د ننګرهار ولایت کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ریاست له لوری د CAHPO موسسې په مرسته مو ۴۰۹ بېوزله کورنیو سره د درې میلیونه، ۲۳۱ زره او سل افغانیو […]

په ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار اوبیلابېلو ولسوالۍ کې۷۲۳اړمنو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وشوه.
د موسساتو د نظارت غړی عتیق الله فاتح وایی(د ننګرهار ولایت کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ریاست له لوری د CAHPO موسسې په مرسته مو ۴۰۹ بېوزله کورنیو سره د درې میلیونه، ۲۳۱ زره او سل افغانیو نغدی مرسته وشوه.
او هرې کورنۍ سره مو۹۷۰۰ افغانۍ مرسته وکړه)
په دې خوراکی توکو کې ۵۰کیلو وړه،۴کیلو وریجې،۴کیلو بوره او ۵لیټره غوړی شامل دی.په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د کډوالوچارورئیس اکرام الدین مفتون وایی( نن په (۱۴۰۰/۱۱/۱۷)نیټه(CAHPOاو DRC)موسسو له لورې دننګرهار ولایت دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(۶۲۳) اړمنو بېځایه شوو، او بېوزلو کورنیو دپورته کورنی جملی نه (۴۰۹)هری کورنی سره CAHPOموسسی په مالی مرسته ( ۷۹۰۰)افغانی نغدی مرسته وشوه.
او پاتی( ۲۱۴) کورنیو سره د( DRC)موسسی په همګاری( ۳۰)کورنیوهری کورنی سره( ۴۰۰۰)
افغانی اوپاتی (۱۸۴)هری کورنی سره( ۱۰۲۰۰) افغانی نغدی مرسته ترسره شوه
یادې کورنۍ چې دننګرهار دمهاجرینو ریاست له لورې دمرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد ښار مختلفو ناحیو او سره رود بهسود ۔ ولسوالیو کې سروې او دمرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې .
هغه زیاته کړه موږ دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو او دا مو د کارونو په برخه کې لومړیتوب دى چې د مرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګی وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اودمرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو
کې چې همدا اوس هم د حصارک ولسوالۍ په ګډون ځینو لرې غرییرو جنګ ځپلو سیمو کې سروې روانې دی او لا به ګړندۍ شی.)
ورسره هم مهاله د ننګرهار ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست له لورې د یتیمو ماشومانو سرپرستې نړیوالې ادارې په هڅو ARA ادارې په مالی لګښت ۱۰۰بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت د رسنیو مسولین وایی چې هرې کورنۍ ته ۵۰کیلو وړه،شل کیلو وریجې،پنځه لېتره غوړی،دوه کیلو بوره،پینځه کیلو لوبیا او مالګه شامله وه ورکړل شو.
دا لمړى ځل نه دى چې په یاد ولایت کې د اړمنو کورنیو سره مرسته کېږی له دې وړاندې هم د بیلابېلو موسساتو او بنسټونو لخوا د اړمنو کورنیو سره د خوراکی توکو مرستې کېږی.