په هلمند ولایت کې د ښځو د کار بندیز سره نارینه ځوانان هم د بى کار څخه شکایت کوی
په هلمند ولایت کې د ښځو د کار بندیز سره نارینه ځوانان هم د بى کار څخه شکایت کوی

هلمندی ځوانان وایی، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو وروسته په دې ولایت کې پر ښځینه او نارینه باندی کاری فرصتونه په نشت حساب دی او داسې کوم کار او دنده نشته چې دوی یې ترسره کړی. د دې ولایت یو اوسیدونکی محمد وایی، چې دا مهال په هلمند ولایت کې په سلګونو ښځینه او نارینه […]

هلمندی ځوانان وایی، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو وروسته په دې ولایت کې پر ښځینه او نارینه باندی کاری فرصتونه په نشت حساب دی او داسې کوم کار او دنده نشته چې دوی یې ترسره کړی.

د دې ولایت یو اوسیدونکی محمد وایی، چې دا مهال په هلمند ولایت کې په سلګونو ښځینه او نارینه ځوانان بې کاره ګرځی او هیڅ ډول دنده او کار ورته نه پیداکیږی.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوی چې د دې ولایت ځوانانو ته دې د کار زمینه برابره کړی.

نوموړی وویل: «کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلی ډیر شمیر ځوانان بی دندو دی هیڅ د کار او روزګار درک نه معلومیږی موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ ستونزو ته پام وکړی او خلکو ته د کار زمینه برابره کړی ځکه دا د حکومت دنده هم ده.»

د طالبانو واکمنېدو وروسته دغې ډلې له ډیری دولتی ادارو د پخوانی حکومت مامورین ګوښه کړی او په پرځای یې خپل کسان ګمارلی دی.

د ده په خبره: «ما دلته دنده درلوده کله چې طالبان واک ته ورسیدل زه یې له دندې ګوښه کړم او زما پر ځای یې بل کس په دنده وګماره په خدای باور وکړه چې د ماښام ډوډۍ هم نه لرو اخر موږ څه وکړو.»

توریالې چې پخوا یې په هلمند ولایت کې د رخام په نوم د ډبرو په یوې فابریکې کې دنده درلوده وایی، چې په دغه فابریکه کې به یې د رخام ډبرې تراشلې او له همدی لارې به یې پیسې ګټلې.

هغه وایی، چې هیواد کې د اقتصادی ستونزو له امله د دې فابریکې تولیدات کم شول او یادې فابریکې خپل ډیر کسان له دندو ګوښه کړل چې یو پکې دې هم دی.

د توریالې په وینا، چې د خپل مسلک ترڅنګ یې هڅه کړې چې ورځنۍ مزدوری پیداکړی خو زیاتوی چې داسې ډیرې کمې ورځې راځی چې د لږو پیسو په بدل کې ورته مزدوری په لاس ورشی.

هغه وایی، په روان ژمی کې تر بل هر وخت کارونه په ټپه دریدلی او د ده په څیر ګڼ شمیر لوستی او نالوستی ځوانان بی روزګاره ګرځی.

نوموړی وویل: «ما پخوا د رخام د ډبرو په فابریکه کې کار کاوه کله چې سیاسی بدلون راغی د رخام د ډبرو تولیدات هم کم وتل زموږ ډیر کسان یې له دندو ګوښه کړل په هغه کسانو کې یو زه هم وم تراوسه بې روزګاره ګرځم هیڅ دنده راته نه پیداکیږی.»

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ د طالبانو د دوهم ځل لپاره د افغانستان واک تر لاسه کولو وروسته، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه تر هر څه زیات مشورې او فرمانونه صادر شوی، په ټولیز ډول تر ۲۰ ډېر فرمانونه صادر شوی او حتی محدودیتونه هم لګول شوی دی. پرته له مخکینۍ لارښوونو او سپارښتنو ترسره شوی.

خبرگزاری زنان افغان