په هلمند کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله دوه ښځې، اووه ماشومان او درې نارینه کوچیان وژل شوی دی
په هلمند کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله دوه ښځې، اووه ماشومان او درې نارینه کوچیان وژل شوی دی

خبرگزاری زنان افغان: په هلمند کې ځایی سرچینې وایی، په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله لس کوچیان مړه شوی دی. یوې باوری ځایی سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د شنبې په ورځ “۵حمل” خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې دغو سېلابونو د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د تزنی او خاشرود […]

خبرگزاری زنان افغان: په هلمند کې ځایی سرچینې وایی، په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله لس کوچیان مړه شوی دی.

یوې باوری ځایی سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د شنبې په ورځ “۵حمل” خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې دغو سېلابونو د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د تزنی او خاشرود په کلیو کې سېلابونه وړی دی.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، په هلمند کې د خاشرود سیند شاوخوا اوسېدونکو کورنیو ته تر ټولو ډېر زیانونه اوښتی دی.

سرچینه خبرداری ورکوی چې که ژر تر ژره د قربانیانو وضعیت ته پام ونه شی، نو یو ناورین به رامنځته شی.

ویل کېږی، چې د دغو سېلابونو له امله پر انسانی تلفاتو سربېره تر ۲۰۰ ډېر څاروی هم له منځه تللی دی.

خو په هلمند کې وسله وال طالبان دغه خبر ردوی او ادعا کوی چې په نوزاد ولسوالۍ کې کومه پېښه نه ده شوې.

د یادونې وړ ده، چې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د تزنی سیمه د دې ولسوالۍ یوه له لرې پرتو سیمو څخه ده.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#