په کندهار, هلمند, زابل, روزگان او نیمروز ولایتونو کې نوی تعلیمی کال له شپږم ټولګی څخه د پورته نجونو له شتون پرته پیل شو. طالبانو د شنبې په ورځ د سنبلې په ۱۵مه په دغه ولایتونو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د نوی تعلیمی کال د پیل اعلان وکړ. طالب چارواکو په […]
په کندهار, هلمند, زابل, روزگان او نیمروز ولایتونو کې نوی تعلیمی کال له شپږم ټولګی څخه د پورته نجونو له شتون پرته پیل شو.
طالبانو د شنبې په ورځ د سنبلې په ۱۵مه په دغه ولایتونو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د نوی تعلیمی کال د پیل اعلان وکړ.
طالب چارواکو په دغه ولایتونو کې د تعلیمی کال په پیل کې ویلی وو چې د علومو زده کړه پر هر چا اجباری ده.
په داسې حال کې چې طالبان د ساینس او علم زده کړه فرض ګڼی، خو له شپږم ټولګی څخه پورته نجونو ته اجازه نه ورکوی چې ښوونځی ته لاړې شی.
د جنوبی ولایتونو د پوهنې ریاستونه ویلی: “په تېرو وختونو کې په ښوونځیو کې داسې پروګرامونه چې له اسلامی او افغانی ارزښتونو سره سمون نه خوری” پلی کېدل.
هغوی ټینګار کړی، چې د طالبانو په راتګ سره یې هڅه کړې، چې یاد پلانونه شنډ کړی.
د افغانستان په سقوط کې د طالبانو د واکمنۍ له راتک وروسته دغې ډلې تر شپږم ټولګی پورې د نجونو ښوونځی وتړل.
له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره سره، طالبان لا هم له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ مخه نیسی.
خبرگزاری زنان افغانستان