په کندهار ولایت کې ښځې او نجونې د طالبانو له بندیزونو لاس په سر شوی دی
په کندهار ولایت کې ښځې او نجونې د طالبانو له بندیزونو لاس په سر شوی دی

په کندهار ولایت کې ښځې او نجونې له بېکارۍ سره لاس او ګریوان دی او وایی چې دا وضعیت به تر کومه دوام وکړی، دوی له نړۍ هم غوښتنه کوی چې ژر تر ژره دغه وضعیت حل کړی. د کندهار ولایت اوسېدونکې: خوشبو قریشی له اتو کلونو راهیسې په غیر دولتی ادارو کې کار کوی […]

په کندهار ولایت کې ښځې او نجونې له بېکارۍ سره لاس او ګریوان دی او وایی چې دا وضعیت به تر کومه دوام وکړی، دوی له نړۍ هم غوښتنه کوی چې ژر تر ژره دغه وضعیت حل کړی.

د کندهار ولایت اوسېدونکې: خوشبو قریشی له اتو کلونو راهیسې په غیر دولتی ادارو کې کار کوی او د خپلو وروڼو او خویندو سرپرسته ده.

هغه خبرگزاری زنان افغان ته وویل: په شخصی ژوند کې ډېرې ستونزې لرم، پلار مې هم ناروغ دی، درملنه یې نه شم کولای، درمل ته اړتیا ده او درمل پیسې دی، چې نه شته. حقوق هم نه لرو، که همداسې دوام وکړی، موږ له یوه ستر بحران سره مخ یو. لکه څنګه چې اوس یو، په روحی او جسمی توګه مړه یو، ژوندی نه یو، دا دوه میاشتی چی پر موږ باندی کارونه بند دی نو موږ په زندان کې یو.

طالبانو مخکې له دې چې په غیر دولتی ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګوی، د ښځو پر کار او زده کړو یو لړ نور محدودیتونه هم لګولی دی.

له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځی ته له تګ څخه منع دی، دوی پوهنتونونو او نورو عامه ځایونو لکه جمنازیمونو، پارکونو او د ښځو عامه حمامونو څخه منع دی.

حجاب لازمی ګرځول شوی او ویل شوی چې له شرعی محرم څخه پرته له ۷۰ کیلومترو څخه زیات سفر نشی کولای.

که څه هم د طالبانو دغې پرېکړې په هېواد کې دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولی، خو د دوی په پرېکړه کې کوم بدلون نه دی راغلی.

تر دې وړاندې یو شمېر نړیوالو خیریه موسسو په افغانستان کې د بشری وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی و او ویلی یې وو چې د دغه هېواد تر نیمایی ډېر نفوس، یعنې ۲۸ میلیونه وګړی د لوږې له خطر سره مخ دی.

په افغانستان کې د خرابېدونکی بشری وضعیت په اړه نظرونه هغه وخت زیات شول چې یو شمیر نړیوالو مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه وځنډول.

طالبانو په دولتی ادارو کې د ښځو د کار کولو د منع کولو سربیره، په مرستندویه ادارو کې د کار کولو مخه هم نیولې ده.

خبرگزاری زنان افغان