په کندهار کی ۵۴۵ محصلینو د لیسانس په کچه فراغت لیکونه تر لاسه کړه
په کندهار کی ۵۴۵ محصلینو د لیسانس په کچه فراغت لیکونه تر لاسه کړه

د شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون او ملالۍ د لوړو زده کړو موسسې فارغ سوو محصلینو ګډه غونډه جوړه کړې وه، چی پر مهال ئې د ولایت په کچه د ا.ا استازو، د محصلینو د کورنیو غړو، استادانو او لسګونو نورو کسانو ګډون کړی وو. یاده فراغت غونډه د ملالۍ لوړو زده کړو موسیسې […]

د شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون او ملالۍ د لوړو زده کړو موسسې فارغ سوو محصلینو ګډه غونډه جوړه کړې وه، چی پر مهال ئې د ولایت په کچه د ا.ا استازو، د محصلینو د کورنیو غړو، استادانو او لسګونو نورو کسانو ګډون کړی وو.

یاده فراغت غونډه د ملالۍ لوړو زده کړو موسیسې او کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی څخه فارغ سوو محصلینو په ګډه جوړه کړې وه، چی له جملې څخه ئې ۴۵۸ محصلین د ملالۍ لوړو زده کړو موسیسې او ۸۷ تنه د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو د پوهنځی څخه فارغ سوی وه.

فارغ سوو محصلینو ډاډ وړاندی کړ، چی په بشپړ صداقت او ایماندارۍ سره وطن ته خدمت کوی او د خپلو وطنوالو د ارام او ښه ژوند له پاره به کار کوی.

د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو د پوهنځی څخه یوه تن فارغ سوی محصل روح الله د باختر خبری اژانس سره په خبرو کی پر ټولو فارغ سویو ژورنالیستانو باندی ږغ وکړ، چی باید خپل کړیدلی ولس ته په پوره صداقت کار وکړی او ولس ته واقیعتونه بیان کړی.