په کندهار کې د طالبانو د تبلیغاتی کمپاین پیل: “د اسلامی امارت د حکمونو اطاعت وکړئ”
په کندهار کې د طالبانو د تبلیغاتی کمپاین پیل: “د اسلامی امارت د حکمونو اطاعت وکړئ”

په کندهار کې د طالبانو د امر به معروف و نهی از منکر ریاست په دغه ښار کې خپل تبلیغاتی کمپاین پیل کړی او خلکو ته یې د “اسلامی لارښود” پوسټرونه وېشلی دی. پرون (دوشنبه د اسد ۲۴مه) په کندهار کې د طالبانو د امر به معروف و نهی از منکر ریاست د ښار په […]

په کندهار کې د طالبانو د امر به معروف و نهی از منکر ریاست په دغه ښار کې خپل تبلیغاتی کمپاین پیل کړی او خلکو ته یې د “اسلامی لارښود” پوسټرونه وېشلی دی.

پرون (دوشنبه د اسد ۲۴مه) په کندهار کې د طالبانو د امر به معروف و نهی از منکر ریاست د ښار په مرکزی سیمو کې د «اسلامی لارښود» تر عنوان لاندې د دې ډلې تبلیغاتی کمپاین پیل کړی او د ښځو د حجاب، لمانځه او روژې په اړه یې ځانګړی پوسټرونه لګولی دی. او نور مسایل د دې ډلې نظریات د خلکو په منځ کې ویشی.

په دغو پوسټرونو کې د طالبانو ادارې له خلکو غوښتی چې د اسلامی امارت د فرمانونو اطاعت وکړی او اته مشخصې موارد یې ذکر کړی دی.

دا پوسټرونه چې په پښتو ژبه لیکل شوی دی: “د اسلامی امارت امرونه ومنئ او امیر (د طالبانو مشر هبت الله) په دعا مه هیروئ.” د جوماتونو له ملا امامانو څخه لمونځ زده کړئ تر څو لمونځ مو سم شی. قرآن زده کړئ او هره ورځ د قرآن یو سورت ولولئ.

د طالبانو د ښو او بدو د منع کولو وزارت چې په بېلابېلو ولایتونو کې نمایندګی لری، د طالبانو د ډلې حکمونه په ټولنه کې پلی کوی.